کور / کتاب / په دې ورستيو كې د دانش خپرندوېې ټولنې لخوا تازه خپاره شوې اثار

په دې ورستيو كې د دانش خپرندوېې ټولنې لخوا تازه خپاره شوې اثار

 

دانش خپرندويې ټولنه چې له تير و شلو كالو را پديخوا د پښتو ادب د پرمختګ اوبډايني لپاره فعاليت كوي ،تر دې مهاله يې د پښتو ژبي په لمن كې د دوو زرو او پنځه سوو ټوكو بيلا بيلا اسلامي ، تاريخي ، سياسي ادبي او ساينسي اثارو ګټوري مر غلري زياتې كړي دي ، له دې امله په خپل وار سره د پښتو ،ملي كلتور او عامه پوهاوي تر ټوله ستره او بډايه پانګه ګڼل كيداى شي
په دې ورستيو كې يې لاندي اثاريې تازه خپاره كړي دي :
– نوره دې نه يادوم
دا د تكړه ژورنالېست او شاعر محمد جعفرهاندشعري ټولګه ده چې په دې وروستيو كې د همدې خپرندوى ټولنې لخواچاپ شوې ده.
داشعري ټولګه چې څه د پاسه سلو مخونو كې چاپ شوې .منظومې،غزلې او آزاد نظمونه لري . سريزه پرې تكړه ليكوالې زينب سالك كښلې .
نغمه زار
د اد لراو بر د ځوانو شاعرانو ګډ شعري غونډ دى چې ځوان سندر غاړي كرن خان كرن انتخاب كړي او د چاپ زيار يې ښه ژباړن ذبيح الله شفق ترسره كړى. نوموړې ټولګه د سلو مخونو په در لودلو سره د پښتو شعر د مينوالو د تندي د خړوبولو لپاره د چاپ په ګاڼه سمبال شوې

لږ ببر شه د زړه سره
دا د پوهنمل محمود نظري د خوږو منظمو طنزونو ټولګه ده چې په كې د هیواد پر سیاسي او ټولنیزو ناخوالو او فساتونو باندې طنزي نیوکې شوي دې لږ ببر شه د زړه سره په ښه صحافت، په زرو ټوكونو كې خپوراو تر مينوالو ورسول شو
غره ته روان سړى
د دهيواد تكړه شاعر او ليكوال پير محمد كار وان دلنډو كيسو ټولګه ده چې په دې ورستيو كې د دانش خپرندويې ټولني لخوا ددريم ځل لپاره د ښه كاغذ او ښې پښتۍ په لرلو سره دزرو ټوكو په شمير كې د چاپ په ګاڼه سمبال او د كار وان تر مينوالو ورسول شو ه ، پيرمحمد كاروان د پښتوژبې يو ه تكړه اومنل شوى شاعر دى چې په شعر او لنډه كيسه دواړو كې ديوه ځانګړي سبك ځښتن دى ، د كيسو ژبه يې هم ساده اوسمبوليكه ده چې په پښتو ادب په تېر ه بيا لنډو كيسو صنف كې يوه په زړه پورې اثر دى چې ډير مينه وال لري
پښتو ګرامر
د دامريكې د مشكيڼ پوهنتون د پروفيسر هر برت پنزل يو ګټورګرامري اثر دى چې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتود پوهنځي پخواني استاد ارواښاد پوهنيار محمد رحيم الهام ژباړلى دى چې دنننۍ تشريحي ژبوهنې يوه غوره څانګه ګڼله كيږي
پښتانه د د كلتوري ښكيلاك په زنځيرونو كې
پښتانه د كلتوري ښكيلاك په زنځيرونو كې د غوث خيبري هغه ګټور اثر دى چې دپښتونو په اړه پكې د شا و خوا دريو سوو كلونو تاريخي پېښې او كار نامې تر څيړنې لاندې نيول شوي دي ، په دې ورستيو كې د دانش خپروندويې ټولنې له خوا د شپږ سوه پنځوسو مخونو په لرلو سره له نوو زياتونو سره ددويم ځل لپاره د چاپ په ګاڼه سمبال او د تاريخ تر مينه والو ورسېد.
له غوريانو تر دورانيانو
دا كتاب هم په درې سوه شلو مخونو كې د تكړه ليكوال ښاغلي محمد كبير لالپوروال هغه تاريخي او ګټور اثر دى چې له غوريانو تر درانيانو پورې پكې د پښتو ملي شخصيتونو يادونه اود هغوى كارنامو او همدارنګه له غوريانو تر درانيانو پورې پكې تاريخي پيښو ته ژوره كتنه شوې ده چې تازه د همدې ټولنې له لوري د چاپ په ګاڼه سمبال شو او د تاريخ تر مينه والو ورسېد.
افغانستان تر سلطنت وروسته
دا اثر په په څلور سوه دېرشو مخونو كې د محمد آصف خواتي ګټور تاريخي اثر دى
چې تر سلطنت وروسته يې افغانستان په خوږه او روانه ژبه څيړلى دى او ډير نا ويل شوي حقايق يې لوستونكو ته پكې روښانه كړي دي
تاريخ افغانستان ( از ظهور اسلام تا محمد زاييان )
دا اثر هم د افغان تاريخ يوه ستر ه پانګه ده چې ډېره برخه يې داسلام له ظهوره را وروسته پيرونو ته ځانګړي شوې او په لاندي برخو باندې مشتمل دى
ظهور ونفوذ اسلام وعرب در افغانستان – نګارش : مير غلام محمد غبار
طاهريان نګارش :علي احمد نعيمي
صفاريان نګارش : مير محمد صديق فرهنګ
سامانيان نګارش : احمد علي محبي
غزنويان نګارش : خليل الله خليلي
(( ازغوريان الى محمد زاييان نګارش: عبدلحى حبيبي ))
دا اثر اول ځل په كال ۱۳۳۶ كې په كابل كي چاپ شوى دى ، دويم چاپ يې په كال (۱۳۸۷) كې د دانش خپرندويې ټولني لخوا تر لوستونكو پوري ورسول شو ، دادى دريم چا پ يې هم د همدې ټولنې له خوا له نوو زياتونو سره (( ازغوريان الى محمد زاييان نګارش: عبدالحى حبيبي ))سره د زرو مخونو په لرلو سره دزر ټوكو په شمير چاپ شو
دشپاړسمې ميلادي پيړۍ په پيل كې د پښتنو د سياسي اقتصادې او كلتوري څيړنه
ددې اثر ليكوال او او څيړونكى محمد شريف ځدراڼ دى ،په (۵۶۴ ) مخونو كې د زرو ټوكو په شمير چاپ شوى څيړنيز اثر دى
په دغه څيړنيز اثر كې له يوه پلوه د ګران هيواد له لوړو او ژورو ډك تاريخ څرګندشوى او له بله پلوه د شپاړسمې ميلادي پيړۍ په پيل كې داوسنې افغانستان او هندوستان سياسي – كتوري او اقتصادي و ضيعيت تشريح شوى دى
د كتابونو په خپاروي برسيره دانش خپرندويه ټولنه له 2002 ميلادي کال راهيسي د دالفت په نوم يوه دوه مياشتنې خپرونه هم خپروي چې په لراوبر افغانستان او بهرنيو هيوادونو کي ګڼ شمېر ګډون کوونکي او مينه وال لري چې مينوالوته په خپله پراخه لمن كي د مشهور واو تكړه ليكوالانو په زړه پوري ګټور ليكني او د له نړيوال ادب څخه پښتو ته را ژباړل شوو مطالبو ته ځاى وركوي