کور / کتاب / د امیرخان سنګین پر تازه اثر د حبیب الله غمخور لیکنه

د امیرخان سنګین پر تازه اثر د حبیب الله غمخور لیکنه

زه اومخابرات

ليکوال : حبيب الله غمخور

سويډن // مالمو

د۲۰۲۱ ز کال داکتوبردريمه

دکتاب مينه والوته ډالۍ

زه اومخابرات  

محترم اميرزی سنگين صاحب زه دډالی مومنندوي يم !

له هرڅه نه وړاندي بايد داټکی په گوته کړم چې نه يوازي ماته بلکی،فکرکوم هر هغه چاته چي د کتاب سره مينه ولري په دنياکي ترکتاب بله ازښتمنه اوقيمتی ډالی نسته.

زه وياړم  چې زه تل دهيواد دغښتلوليکوالوپياد يم اوهمېشه يېدخپلوچاپي علمی اوتاريخي اثارو په ډالی کولوسره نازولی يم .

زمالپاره بې اندازې مشکله ده داسي ټکی اوالفاظ پيداکړم چېدهغودپېيلو په برکت وکولاي سم دخپل هيواد ددې منلواوپېژندل سوو ليکوالواوعلمی شخصيتونود ډالی يونه پرې مننه وکړاي سم .

یوه له هغودانوې ډالی ده چې زه پرې دافغانستان دمخابراتو پخوانی وزير ښاغلی انجينراميرزی  سنگين  صاحب پرې ونازولم اوخپل څېړنيز علمي اثر یې ماته ډالۍ کړ .

زمالپاره بې اندازې مشکله ده داسي ټکی پيدا کړم چې ورنه ددې له دې  بې اندازې قيمتي ډالۍ په هکله ورنه مننه وکړم .

په رښتياسره ددوي ددې ډول لورېينوپروړاندي دهر ډول جملوپه ليکلوځانپدي نسم قانع کولاي چي ددې دروند او مسلکی شخصيت  درناوی مې پرې اومننه مې کړی وي .

خوددزړه له کومی دمننې په څرگندولوسره بايدووايم چې زه به دتل لپاره ددوي ددې پېرزوينې او لورېينې چې مانه يوازي لوستلو بلکې دکتاب سره همېشنۍ ميني ته هڅوي منندوي اوسم اوددوي په زياراو زحمت ليکل سوی اثرکي راټول سوی پدې اوسنی عصر کي علمی اوتاريخي ارزښتونهلرونکو معلومات نه  به د توان له مخې ترخپل په جگړوکي راټوکېدلي ځواننسل پوری و رسوم،چې دا ددې علمی اوڅېړنيز اثر دليکوال يوازنۍ هيله اوارزو هم ده.

دروند دوست اميرزی سنگين صاحب !

زه ستاسو لخوا ستاسوپه علمی اومسلکي زيارليکل سوی کتاب  (( زه اومخابرات ))  دترلاسه کولو له امله  غواړم دقدردانۍ په موخه دکتاب  دمينوالوسره ددې علمی  اثر په هکله دڅوټکوپه مټ معلومات شريک کړم ، ترڅوددې علمی اثرچې بې اندازې په زړه پوري اوژورتخنيکی معلومات  اودهيواد دمخابراتی اوتکنالوژيکی پياوړتياپه لارکي ستاسو دزيار اوهڅو پايلئ مو پکښې رانغښتی دی لوستلو اوله هغه نه دژوند په معينو برخو کې گټې اخيستلو ته وهڅوم .

دپيل خبره : ددوستانو دتکرار غوښتنو له امله مې ډېر کوښښ وکړ ددې علمی اومعلوماتی  اثرپه اړونده معلومات په څو کرښو کي ترخپلودکتاب مينوالو دوستانو پوري ورسوم .اميدواريم دوستان کتاب پيدا اودلوستلو په مټ یې له ټولو گټورومعلوماتونه برخمن سئ .

زه اومخابرات   !

دادهغه علمی اوڅېړنيز اثرنوم دی کوم چې څه موده وړاندي دمخابراتو پخوانی وزير  محترم اميرزی سنگين دخپلي علمی اومسلکی پوهی نه په استفادې سره دمخابراتو اوپه هيوادکي دمخابراتي تکنالوژی دپرمختگ دپروسې په اړوند دخپل زيار اوزحمت  په اړوند مفصل معلومات  دهيواد دې وتلی انجينراودغښتلی قلم څښتن  ښاغلی اميرزی سنگين ليکلی اوترچاپ وروسته   دا څو ورځې  وړاندي ماته يوټوک  ډالۍ کړ .

داکتاب په عالی صحافت په  اولس څپرکو او ((۵۰۳  )) مخونوکي  په روانه پښتو ژبه ليکل سوی اوچاپ سوی دی  .

ليکوال دا کتاب خپل درانه پلار ته ډالی کړی اوليکی :

دا ډالۍخپل گران پلارته چې زما لپاره یې هر ډول ستونزې وزغملې  اوزمادزده کړو په اړه په خپل  بې ساري اوبرخليک ټاکونکي اقدام سره یې زمادژوندمسيريوه باعزته ژوند اوگرانوهيوادوالو اوخلکو ته دخدمت لاري ته سوق کړ . دخپل ارواښاد پلار جان دغه مهرباني اوهمکاري زماپه زړه کې تل پاتې خاطره ده چې تل به یې په خورا وياړ سره يادوم .زه ،دکورنۍ ټول غړي اوزموږ دفاميل راتلونکي نسلونه به دنوموړي ددغه قربانيواحسانمن اومنندوي وي .

ليکوال ددې اثر دليکلو انگېزه اوموخه دابولی چې زموږ په هيوادکي پخوانيو نسلونو دخپلو کړنو اوکاروپه اړوند هيڅ ندي ليکلی اويا یې ډېرکم ليکلی دي ،ځکه موږ نه پوهېږو چې زموږ پخوانيوڅه کړې ؟ له کوموميتودونونه یې  استفاده کړې  اوله کوموستونزوو سره مخامخ وه . اصلا ددې کتاب له ليکلو څخه زما يوه اصلی موخه دهمدې دود ماتول  دی .

زما له نظره داکتاب له عملی اومسلکی پلوه دلوستونکی سره پدې برخه کې دزياتومعلوماتوترلاسه کولو ترڅنگ ليکوال  ورپېژنی اودهغه په کاری اومسلکی هڅو یې خبروي .

دوستانو!

ددې دکتاب  په منډه لوستلواوترنظرو تېرېدونه داراته څرگنده سول چې  ددې کتاب په بيلا بېلوڅپرکوکي ليکوال غواړي دخپل تعليمي،تحصيلی اوکاري  ژوند د بيلا بېلو برخواوپړاونوپه هکله اوپدې شل کلنه دوره کې  دهيواد دمخابراتي تکنالوژی مډرن اوعلمی سيستم دجوړېدو اودده په زيار اوزحمت  برياوپه اړوند معلومات دلوستونکي سره شريک کړي  . ځکه خو ليکوال يوځاي لیکی چې زموږ نوی نسل بايد په هرحه خبراوپدې پوه وي چې ددوي مشرانو څه کړی اودالاسته راوړنې ئي څنگه لاسته راوړي دي .

ځکه خوزه ددې کتاب په منډه لوستونکي په توگه  داټکي ليکلاي سم چې ددې کتاب ۱۷ څپرکې ۱۷ کتابه  داستان اوعلمی معلومات له ځان سره لري  ،چې څپرکی یې لوستونکی ته په ځانگړې برخه کي کره اوکوټلي معلامات رسوي  .

ليکوال ليکی : ماغوښتل  ددغه کتاب  دليکنې له لاري لوستونکی اودهيوادراتلونکی نسل  پدې هکله کره اواړين معلومات ترلاسه کړي چې په افغانستان کي د مخابراتو اومعلوماتي تکنالوژۍ سکتورڅنگه پراختيا اوپرمختگ وموند .دکتاب په لوستلو سره لوستونکی پدې حقيقت پوهېږي چې مسلک ته ژمن اومسلکی شخصيت څنگه کولاي سي خپله مسلکي پوه دخپل ولس دخدمت وړ وگرځوی؟

ليکوال کوښښ کړی ددې کتاب دليکلو په خاطرخپل مسوليت دهيواد دراتلونکي نسل لپاره ترسره اوهغوي پدې پوه کړې چې دپخپل ژوند کي درنگا،رنگ کړاونوسره څنگه  پردې بريالۍ سوچې خپل مسلکي ارامان په عمل کې پياده کړی ،پدې هکله یې کره معلومات پدې کتاب کې انځورکړی دی .

ليکوال  يوځاي ليکی : له ډېر پخوا مې دا ارمان وچې د خپل ژوند،تجربو،انکشافي چارو اوپه ځانګړي ډول د مخابراتو، ای ټي(معلوماتي ټکنالوژۍ) اواغېزناک مدیریت په برخه کې یو کتاب ولیکم،څوپه دې توګه د خپل کاري ژوند تجربې خپلو راتلونکو نسلونو او زموږ ځوان پېر ته ور ورلېږدولای شم .

زما ددې کتاب موخه یوازې دا نه ده چې خلک زما له کړوکارونواو فعالیتونوڅخه خبرشي، بلکې د نوروګټوترڅنګ یې یو مفید اړخ دا دی چې راتلونکی نسلونه به له دې خبرشي چې موږ کوم کارونه تر سره کړي، څنګه،په کومو امکاناتو او له کومولارو اوطریقو موترسره کړېاوځانونه مود بریا لپاره ټاکلي برید ته رسولي دي .

کومې تجربې مود افغانستان چاپېریال ته په کتلو بریالۍ وې او کومېهڅې مو بریالیتوب ته ونه رسېدې؟ په دې ډول به زموږ راتلونکی نسل هغه څه نه تکرار وی کوم چې په افغانستان کې نتیجه نه ورکوي او انرژي به پر هغه څه نه مصرفوي چې موږ تیار ورته پرې ايښي دي، یاني بیابه زموږ په ګران هېواد کې له صفر څخه د پیل منفي فرهنګ نه تکرارېږي .

ډېر خوښ یم چې زما دغه پخوانی ارمان اوس په حقیقت بدلېږي . زما د ژوند او کاري تجربو رانغاړونکی کتاب «زه او مخابرات» په نوم یومستند اثر دی چې د افغانستان په دواړو رسمي ژبو پښتو او دري چاپ  شوی دی او ډیر ژر به خپور شي. زما نیت دی چې په بهر کې افغانانو او نړیوالو لپاره په راتلونکي کې دا کتاب په انګریزي ژبه هم چاپ او خپور شي. زه هیله من یم چې په دولتدارۍ، مدیریت، مخابراتو، آی ټياو پرمختیايي چارو کې به دغه کتاب د هېواد اوسنیو او راتلونکو نسلونو، دولتي کړیو او ځوانانو لپاره ګټور واقع شي.

زما له نظره ددې کتاب له لوستلونه دا حقيقت روښانه څرگندېږي چې انجينر صاحب سنگين دکليمې په واقعی مفهوم پخپل مسلک کښي يوبرلاسی عالم اودخاص علمی اومسلکی تجربې لرونکی علمی شخصيت دئ .

انجينر امیرزي سنگين ديوه مسلکی شخصيت په توگه دافغانستان مخابرات او انترنتی شبکه پر پښو ودرول  اودنړيوا لو شبکوسره دسيالی جوگه وگرځاوه .  

۱/ لمړی څپرکی : په ارگون کې له زوکړې په لندن کې تر لوړوزده کړو.

۲/ دوهم څپرکي : له لندن نه راستنېدل اوپه وطن کي پنځه سرگردانه کلونه .

۳/دریم  څپرکی :سويډن ته مهاجرت

۴/ څلرم څپرکی : په سويډن کې له ۲۲ کلنې کډوالۍ  وروسته وطن ته ستنېدل .

۵/  څپرکی : دوزارت مقام کي .

۶/ څپرکی :دمساعد کاری چاپېريال رامنځته کول .

۷/ څپرکی : دوزارت په لمړۍ دوره کې عنده کړنې .

۸/ څپرکی : دوزارت دويمه دوره (۲۰۰۹/۲۰۱۴ زکال ).

۹/ څپرکی :دبرېښنايي متذکرې (پېژندپانې )دسيسټم جوړول .

۱۰/ څپرکی : دوزارت ددوهمې دورې عمده کړنې .

۱۱/ څپرکی : دمخابراتی اومعلوماتي ټکنالوژۍ اقتصادي اوټولنيزې اغېزې .

۱۲/ څپرکی :بهرنۍ همکارۍ.

۱۳/ څپرکی :ستاينه :

۱/ په غوره حکومتولۍ کې دجي اس ام ټولنې جايزه .

۲/ دافغانستان دکارگرو ټولنې مډال اوجنډه .

۳/ دامريکا دآي سي اف موسيسې جايزه .

۴/ په (( پي  ۱ سويډن)) راډيو کي مېلمستيا.

۵/ ستاقينې اوستاين ليکونه .

۱۴/ څپرکی :د۲۰۱۴ ز کال ټاکنې اودملي يووالی حکومت تشکيل.

۱۵/ څپرکی :  لويې څارندوالۍ ته دمخابراتو وزارت ورپېرندل .

۱۶/ څپرکی : رسمی بهرنی سفرونه

۱۷/ څپرکی :کورني سفرونه ( په هيواد) کې سفرونه

زما له نظره دهرڅپرکي لوستل لوستونکي ته په ټولنيز اومسلکي ژووند کې گټورمعلومات رسوی  اوله هغه معلومات نه دخپل شخصی اومسلکي ژوندکي گټوره استفاده کولاي سي. داټکي ځکه ليکم  چې ليکوال په يوه برخه کې هم افسانه اوله خيالونونه استفاده نده کړې ،هرڅه چی یې ليکلي  دده په ژوندکي ورباندي تيرسوی او دده په زيار اوزحمت په هيواد کې دمخابراتو اومعلوماتی تکنالوژی دپراختياپه هکله مستند معلومات ليکل سوی  دی .

زما له نظره دليکوال دوزارت په وخت کې دموبايل ياگرځنده تليفون ټولنيز خدمتونو په ډېره چټکي سره پرمختگ وکړ او دايوه لويه مرسته وه  .

ډيره گټوره لاسته راوړنه یې  دده په زيار دپښتوکيبورډ جوړول ،دانترنتی خدمتونوپرمختيا ،دافغانستان دمعلوماتي تکنالوژۍ نړيوال کنفرانس نندارتون جوړول ،دبرېښنايي تذکرې جوړول اوپه لسگونو دنورو لاسته راوړنو بېلگې يادولاي سو.

لکه چې پورته مې ورته اشاره کړې داکتاب  دليکوال  دکاري ،مسلکي ،ټولنيز اوسياسي ژوند هنداره ده چې ورته نه يوازي  د شخصی کاری ژوند اودده دمسلکی پوهاوی نه د مخابراتو اوتکنالوری په برخه کي دپرمختگونواوله هغه نه داستفادې په اړوند معلومات  ليک ،بلکی دليکوال  ژوند ليک بلکې  هم ورته  ويلاي سو.

ليکوال ليکی :  زه  باوری يم چې ((زه او مخابرات/ من و مخابرات)) ګټوراثر به د ټکنالوژۍ په زمانه کې د یوه معاصر افغانستان د لوړو ژورو عصر په ښه ډول معرفي کړی اوددې برخې له هم مسلکانوپرته به دا عامو لوستونکو ته هم یو ښه معلوماتي کتاب وي.

د کتاب ښېګڼه پدې کې ده چې په ساده او روانه  پښتوژبه لیکلشوی،لیکوال په کې ځان یواتل نه، بلکې یوه عادي راوي په توګه راوړیدئ.دليکلو اومعلومات شرېکولو په برخه یې تسلسل او زړه راښکونتیالري،داپدې معنا چې لوستونکی لوستلو ته هڅوی ترڅوپاته برخه هم ولولی .

په کتاب کي مستند اسناد وړاندي سوی او پر رښتنولۍ ولاړ معلومات پکښي انځور سویدی  .

ليکوال ددې ا ثرنږ دې ټول پراګرافونو په اړوند خپل مستند انځورونه او اسنادونه له لوستونکی سره شريکوی او په هرڅپرکی کښي یې د ټکنالوژۍ په برخه کي اړوند معلومات منعکس سوی دی .

داټکی بايد په گوته کړم  چې زه لمړی ځل داسي کتاب لولم چې ليکوال یې دخپلو خبرو دسپيناوي لپاره بې شمېره انځورونه اواسنادورسره مل او چاپ کړي وي ،پدې کتاب کښي ليکوال کو ښښ کړی ترډېره بريده دخپلو خبرو اوکړنو دسپيناوي لپاره دهرليکل سوی مطلب سره انځورونه ملگري کړي چې دايوه پراخه حوصله اومسلکی پوهه غواړي  .

دانجينر صاحب سنگين له  استعداداومسلکی پوهاوي  نه سویډنیانوهمدامکان تربريده استفاده وکړه اودلته په سويډن کي ديوه مسلکی اومنلي علمی شخصيت او مخابراتی انجينر په سترگه ورته کتل کېده .

د سویډن د سترې مخابراتي شبکې لوړ پوړی غړی شو،ډېر ژر ورته لهسویډن بهر د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې دسويډن دټیلیا انټرنشنلمخابراتي شرکت د استازي او پیاوړي انجنیر په توګه ورته  دکار زمینه برابره شوه او کلونه کلونه یې د نړۍ په مختليفو هېوادونوکي د موبایل ټکنالوژۍ او اړیکو پروژو  پلي کولوکي مصرف وو .  

ليکوال يوځاي ليکی : زه باوري يم چې «زه او مخابرات/ من و مخابرات» ګټور اثر به د ټکنالوژۍ په زمانه کې د یوه معاصر افغانستان د لوړوژورو عصر په ښه ډول معرفي کړي او ددې برخې له هم مسلکانوپرته به عامولوستونکوته هم یو ښه معلوماتي کتاب وي.

په لنډوټکوکي ويلاي سم چې داکتاب په هيوادکي دمخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ په  برخه کي لمړنۍ کتاب  لمړنی علمی اومعلوماتي اثردي دی چې  دمخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ تغيرات راوستلو اونورومهمو مسائيلودپېښېد و دلاملونواوپايلوپه اړوند علمی  او مفصل معلومات له ځان سره  لري چې ترډيره بريده دليکوال دسترگو ليدلی اوپرده باندي تېرسوی حال بيان ترلوستونکی پوري رسوی .  

لوستل یې دهرچا لپاره خوپه ځانگړې توگه ځوان نسل ته ځکهگټوراواړين بولم ،ځکه په لوستلو سره یې تاسو تريوه بريده پدې هکله  مفصل معلامات ترلاسه کولاي سي .

غواړم دې ټکې ته هم اشاره وکړم له هغه وخت نه چې زه سويډن مالمو ښارته راغلم  اودده سره مې شناخت پيداسوی په هرمقام او موقف کي چې وو دکليوالی ژوند په ټولواړېکو کښي يو مهربان انسان وو .دعوامو په خبره له ماشوم سره ماشوم اوله ځوان اوسپين ږيري سره ځوان اوسپين ږېری وو . دې ټکې ته مې پدې خاطر اشاره وکړه چې دولتي مقامونو دده په شخصيت اوټولنيزواړيکو کي منفي تاثير نه درلوداونه یې دده په کړنو اواړېکو کي دځان غوښتنې اثر نه ليدل کېده .

کله چې وزير هم واومالمو ته به راغلی دافغانانو دخوښيوپه محفلوکي به تنکيوځوانانو په ملی اتڼ کي دگډون لپاره ترهرچادمخه انجينرصاحب سنگين ته بلنه ورکول .

ترکومه بريده چې دا کتاب  بي اندازې زيات گټورمعلومات له ځان سره لري اوزړه مې غواړې ډېرڅه پرې وليکم،خو دمعينو دلايلو له مخې  نه غواړم پر کتاب دتبصرې په نامه  کتاب دوباره  زه وليکم اوترتاسوپوري یې درورسوم ،ځکه مې په لنډ ډول دکتاب له منځ پانگي نه ستاسودرنولوستونکو دخبرتيا لپاره يوڅوټکي وليکل ،خومشوره مې داده چې دا کتاب هروخت دلوستونکي ستړيا رفع کوی اوله ډيرو جالبو قيصو ډک ملگری دی .ښه داده چې لوستو نکی چي له نورو ورځنيوچارونه ستړۍ سوی وی کورته راسی  داکتاب راواخلې اوڅنگ ورته ووهی  او په لوستلو یې پيل و کړی ټوله ستړيابه یې رفع سی .

په تکرارمې خپلو راته گرانو شاه زلموته دامشوره ده چې دا مسلکی بيوگرافی (( زه او مخابرات )) چې ترډيره بريده په هيواد کي  يودمخابراتی تکنالوژي دپياوړتياپه  اړوند تاريخي علمی  اثرهم ورته ويلاي سو مطالعه کړی ،ترڅوله يوې خودټولنيز علمی اومسلکی پرمختگ له هلوځلواودهغو پر وړاندي ستونځو اوناخوالوباندي  پوه اوورسره  بلد شئ اوله بلې خواداهم درک کړی چې تصميم دبری لمړی شرط دی  .داخبره مرحوم دادو خان هم تل کول .

خيرکه اوس دلته  توری شپی خورې دي خوداتوري شپې ابدي ندي اميدو اريم چې ډيرژر دا تياره په رڼابدله شي

او دنړيوالوپه خبره زموږ دکلی اوبانډو په کوڅو کې هم دخوښۍ نغمه  وډنگول سي .

زه له تاسوخپل ډيردرانه اومنلی دوست دغښتلی قلم ،دمخابراتو اومعلوماتي ټکنالوژۍ دپوهی اوتجربې څښتن  نه يوځل  بيا ستاسوددېښکلی اوعلمی ډالۍ نه ديوې نړۍ مننې په څرگندولوسره تاسوته  دروغتيا اوقلمی برياوسره مل دخوښيو ډک اوږد ژوند غواړم . حبيب الله غمخور

دليکوال لنډژوند ليک :

ښاغلی انجينر امیرزی سنګین د امیرګل ګلشاه خیل زوی، د ۱۹۴۹ز کال د جون په ۶ د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې زېږېدلیدی .

نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ،منځنۍ اولوړې زده کړې یې د پکتیا ولایت په ګردیز ښار اود کابل د مخابراتو دزده کړې مرکز په عالي لیسه کې بشپړې کړې دي .

په ۱۹۶۹ ز کال کې ښاغلي سنګین د لوړو زده کړو دترلاسه کولو لپاره انګلستان ته لاړ او په ۱۹۷۳ ز کال کې یې د لندن له ناروود تخنیکیکالج څخه د مخابراتواو بریښنایی انجینرۍ سند ترلاسه کړ .

ښاغلی اميرزی سنګین له ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۷۸ پورې داستاد په توگه او له ۱۹۷۸ څخه تر ۱۹۸۰ پورې د مخابراتو دروزنې مرکز عمومي مدیر په توګه دنده ترسره کړې ده .

په افغانستان کې د شوروي جګړې په پایله کې ښاغلي سنګین په ۱۹۸۰ کې افغانستان پریښود او په سویډن کې یې سیاسي پناه وغوښته ، چیرې چې هغه په ۱۹۸۲ کې د سویډن مخابراتي ادارې سره یوځای شو . د ۱۹۸۲ او ۱۹۸۵ تر مینځ، هغه په سعودي عربستان کې د شاه خالد نړیوال هوایی ډګر پروژه کې د مخابراتي پروژې ټیم د غړيپه توګه دنده ترسره کړې. له ۱۹۸۵ څخه تر ۱۹۹۰ پورې، هغه په سویډنکې د جي اس ام  ګرځنده شبکو ډیزاین، پراختیا او پلي کولو مسؤل و.

د ۱۹۹۰ او ۲۰۰۱ کلونو په جریان کې ، ښاغلي سنګین د سویډننړیوال مخابراتي ادارې یو له بنسټ ایښودونکو څخه و . په استونیا،لتویا، روسیه، هنګري، ایټالیا، نامیبیا او هند کې د اتوجوازونو په ترلاسه کولو سره په نړیواله داوطلبۍ کې مهم رول ولوباوه .

په سویډن کې د خپل استوګنې پرمهال هغه د سویډن افغان کمیټې د فعال غړي په توګه دنده ترسره کړې، چې په تیرو ۲۵ کلونو کې یې د تعلیم، کرنې او روغتیا په برخو کې د افغانستان په بیارغونه کې مهم رول لوبولی دی .

هغه د۲۰۰۱ ز کال دسپتمبرد۱۱ تر پېښي وروسته  وطن ته راستون شو. په ۲۰۰۲ ز کال کې هغه د افغانستان مخابراتو وزارت کې د GSM ګرځندهجواز ورکولو ارزونې کمیټې مشري وکړه . د ۲۰۰۳ ز کال د فبروري په مياشت کې د هغه وخت د مخابراتو وزیر لوړ پوړی سلاکار وټاکل شو. د مخابراتو وزیر ته د لوړ پوړي سلاکار په حیث ، لوی مسؤلیتونه لکه د مخابراتو پالیسي او معلوماتي ټیکنالوژۍ پراختیا ، د مخابراتي خدماتو تنظیم قانون ، د ګرځنده جواز ورکولو پروسې همغږي پرغاړهدرلوده . د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ لپاره کلني پراختیایی پلانونو چمتو کول، نړیوالې سرچینې او بسپنه ورکوونکي هیوادونو ته د پراختیاییوړاندیزونه برابرول، د داوطلبۍ پروسې، قراردادونو او پرمختیایی پروژو څارنه او له نړیوالو مرسته کونکو او حکومتونو سره د مالي مرستېتړونونو د نهایی کولو دنده پر غاړه درلوده.

ښاغلي انجينر سنګین د ۲۰۰۴ کال په جولای کې د افغان ټیلیکام ، د یوه دولتي مخابراتي شرکت اجرایوي رئیس وټاکل شو.

هغه په ۲۰۰۴ ز کال ددسمبر په مياشت کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر وټاکل شو او تر کال ۲۰۱۴ پورې یې د لسو کلونو لپاره په دې مقام کې دنده ترسره کړېده. د دوی نه ستړي کیدونکو هڅو په پایله کې په همدغو لسو کلونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ سکتورونو کې د پام وړ پرمختګ شوی .

په ټوله کې ۲ ملیارد ډالر بهرنۍ پانګه اچونې سکتور ته راجلب شوه، د ۲۰۰ ملیون ډالرو څخه ډیر کلنی عاید دولتي خزانې ته لیږدولکیده او په همدې لسو کلونو کې دولت ته ټول عاید ۱.۵ میلیارد ډالروو، د هیواد ۸۰ سلنه نفوس د مخابراتي خدماتو تر پوښښ لاندی راغی او د تلیفون پیرودونکو شمیر ۲۲ ملیون ته لوړ شوی .

د براډ بینډ ډیجیټل شبکې په لویو ښارونو او د هیواد ډیرو برخو کې پلي شوي او له ګاونډیو هیوادونو سره ارتباطات هم د نوری فایبر د شبکو له لارې چمتو شوي. بریشنایي پیژندپاڼو سیستم جوړ شو، د دیجیټال ټلویزیونی خپرونو سیستم فعال شو او په فضا کی د افغان سټ ۱ سپوژمکۍ خدماتوته چمتو شوه. د معلوماتي ټکنالوژۍانسټیټیوت چه د لیسانس په کچه زده کونکي روزي تاسیس شو.

د دې پرمختګ په پایله کې د هیواد مخابراتي سکتور د خلکو د ژوند په ښه کولو او د افغانستان اقتصاد په وده کې مهم رول لوبولی دی.

دخپل ماموريت په وخت کې یې ترڅلويښت ځله زيات  بهرنيوهيو ادونوته اوتر ۴۴ زيات په هيوادکي دننه دهيوادمختليفو ولايتونوته کاری سفرونه کړېدي .

انجينر امیرزي سنگين د پښتو، دری ژبو تر څنگ په انگلیسیاوسویدنی ژبو باندي هم پوره پوهيږي اوپرې ليکل اولوستل کولاي شي .

پدرنښت  حبيب الله غمخور