کور / تازه خبرونه / ‏په ننګرهار کې چاودنې اته کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

‏په ننګرهار کې چاودنې اته کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

 

نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند “سراج العمارت ” باغ ته نږدې د طالبانو پر يو موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې.
‏د ننګرهار د حوزوي روغتون سرچينې وايي، د پېښې له ځایه روغتون ته د يوه طالب مړى او ” اووه ” ټپيان رالېږدول شوي، چې په ټپيانو کې درې سرتېري، درې ملکي وګړي او يو د ښاروالۍ کارکوونکى شامل دي.