کور / علمي / يو زهير ۲۵م اکتوبر

يو زهير ۲۵م اکتوبر

د عصمت زهير پر ناول ( ۲۵م اکتوبر ) باندي ليک

ليک: حفيظ الله ياد 

________________

يو څه موده وړاندي مي د ډير نوموړي ناول نګار بلکې د ( The Times ) په قول له ۱۹۴۵ څه د برطانيې په لويو پنځوس ليکوالانو کښې د دويمي رتبې د لوی ليکوال ” جيورج اورويل ” د ( 1984 ) په نامۀ ډير شاهکار ناول لوستی وو چي يه راله په زړۀ کښې له ليکوال سره بې حده زياته مينه پيدا کړې وه. د دې ميني لوی سوب دا ؤ چي اول خو يه ماته خپل زما د اوسني سماج ډيره خوندوره عکاسي کړې وه باوجود د‌ دې چي ليکوال يه د کال ۱۹۵۰ د جنورۍ په مياشته کښې د ناروغۍ له کبله ژوند له لاسه ورکړی ؤ. دويم دا چي ليکوال د سماج د ناکړدو، بالادست وو زېر دست طبقو، د غالب و مغلوب طبقو د تفاوت، د لوړپوړو له لاسه د محکومو خلګو د استحصال تر څنګ يه يوه ډيره نازکه، ښکلې او بې وسه مينه هم ډير په هنر سره انځور کړې ده. د دې نه منونکي انځور ګرۍ وجه به هم شاهد دا وه چي ليکوال يه په خپل ژوند کښې فقط ليکوال پاته نه ؤ بلکې د لويو مسافريو سره سره د پوليسو غړی، ژورنالسټ، د ښونځي استاد او پخپله د هسپانیې سيول جګړي کردار پاته شوی دی. دويمه لويه نړيواله جګړه يه بيخي له نيږدې ليدلې ده.

د دې ناول د لوستلو سره د مرکزي کردار ” سارابان ” په اړه هم راته هغه د پښتون ملتپاله سياستپوه او مشر محمود خان اڅکزي د لومړی او يواځيني ووچرک مرکزي کردار ” توخی ” په زړۀ شو چي تر پايه يو روان او متحرک کردار پاته سوی دی. د سياسي هلو ځلو سره سره که څه هم د توخي کور ساتل او متمعينول په برخه وو خو د سارابان په غاړه کښې د خپلي لېونۍ ميني لېونتوب او د نذاکت ښکلې ملګرتيا ځنځير اچولی وو.

پنځويشتم اکتوبر! چي پېل به يه له مخپاڼي ( ټايټل ) وکړو چي يو بې وسه او زهير تصوير يه د ټول ناول بشپړه عکاسي کوي‌. د غروب لمر ته ګلالۍ پر ۲۵م اکتوبر خپله غمځپلې او بې ياره کليزه لمانځي. دا کليزه که څه هم د دې د زوکړي ورځ ده خو دا کليزه يه د مرګ يا د ساربان د تلپاته جدايي کليزه هم ده. هغه د قادر مجرم په شعر ؛

رڼې اوښکې يې څڅېږي پر ګرېوان کليزه لمانځي

يوه پېغله په خپل زړۀ کې د جانان کليزه لمانځي

د دې ناول د لوستلو سره مي هغه تنده ماته شوله کمي تندي چي مي د ( 1984 ) تاول د لوسلو پس راله شونډي او حلق وچ کړي وو‌. هغه ځکه چي فکر مي کاوۀ چي کاش داسي يو ناول پښتو هم و لري چي د لوستلو سره سره په لوستونکي کښې يو خو د غلامۍ ژور احساس و پاروي او بل ورسره زموږ هغه معصومي، نيمګړي، نازکي او بې وسه ميني هم و انځوروي چي له ويري يه اظهار نه شو کولای او هره پیغله له خپلي ډولۍ سره د خپلي نيمګړي مینی ارامان پر نازکو اوږو ګور ته وړي‌ لکه څنګه ورمانجني جنازې چي د ګلالۍ نازکه ملا ماته کړله. هغه يو شعر دی چي ؛

باوجــود چي يو او بل يه خوښولو

چا اظهار د ميني و نه کړو له ويري

په ناول کښې ټول کردارونه ډير ژوندي او روان دي. د کردارونو د پاره د نومو د ټاکلو کار ډير زيات په هنر شوی دی چي په غير محسوس انداز کښې ټول لوستونکي له ځانه سره ټړلي ساتي. هر نوم يه د خپل کردار په رڼا کښې ټاکلی دی. لکه د ناول مرکزي کرداړ دپاره ساربان، د ښکلا او ميني دپاره نزاکت، د بايللي عشق دپاره ګلالئ، او د هزاره کردار دپاره ثناه بتول چي تر څو په دې کردار د رياستي جوړي کړي خانه جنګۍ پلان و لوستونکو ته څرګند کړي او داسي نور.

تجسس د ناول د ملا تير ګڼل کيږي او منل کيږي. ۲۵م اکتوبر کښې د تجسس دومره لويه صحرا ده چي تنده او سراب يه د لوستونکي پښې د تړاکو په له ګرځېدلو واچوي. چي کله د ميني او رومان خبره روانه وي زړۀ په ډيره اوګاره لهجه د روان سياسي حالاتو پوښتني کوي او چي کله سياسي مجلسونه او انځورګري روانه وي نو زړۀ هغه د ميني او عشق نړۍ ته ور دانګل غواړي. په يوه ناول کښې دوې قصې ډيري په اعتدال او متواضع توګه راوړل او بيان شوي دي.

د دې ناول خوندور اړخ دا هم دی چي دا ناول په لوستونکي کښې د نورو ښو او ګټورو کتابونو ډېره ژوره لېوالتيا پيدا کوي. لکه په دې ناول کښې د نېشنلزم د بايبل ( Wretched of the Earth ) چي مير حسن اتل صېب د ( د شنه آسمان زامن ) په نامه ژباړلی دی، د ( پهاڑوں کی بیٹی ) او د ډاکټر صاحب لياقت تابان د يون ليک ( ترکيه د تهذيبونو زانګو ) يادونه په داسي انداز شوې ده که کم لوستونکي نه وي يوستی نو زه باور کوم چي د زړۀ غوښتنه به يه د لوستولو تر ګړۍ د قرار له خوبه بې برخي وي.

يوه نيمګړتيا چي زه غواړم په ګوته يه کړم هغه دا چي که څه هم د ناول کردانو او واقعات فرضي وي خو په دې ناول کښې کردارونه او واقعات ټول د سماج لوکل کردارونه او واقعات اخيستل شوي دي. په دې کښې د واقعاتو و زمان ته او د کردارونو و شخصياتو او نظريو ته نه دي کتل سوي. د مثال په توګه د بشير اخګر مړينه، د هزاره ټاون چاودنه او د ارمان شهادت د زمان له قېد څخه آزاد راوړل شوي دي. د زندان په اړه پکار وو يا خو ټول کردارونه فرضي وای يا د کم کردار اصل کښې زندان ته ولاړی د هغه ملګري ياد شوي وای.

په پای کښې به زه د ناول هغه يوه خبره راوړم چي د نزاکت له مړاوو شونډو را وتلې ده او زما د زړۀ و زړۀ ته لاره و ايسله او بې حده مي خوښه شوله که څه هم د يادوني دپاره بيخي ډيري خبري يا جملې شته ؛

” د يو چا د روح سره که ريښتونې مينه وکړې نو به دي يو سپېڅلی د اطمينان منصف په برخه سي او که يې د بدني ميني پرستش ته ځان بولې يو ستړی اروايي اضطراب به دي هر وخت په برخه وي او زه د دې اروايي اضطراب قرباني سوم “

باچا خدای دي تل ژوندی او هم دغسي پر کار روان لره، ما ته د يو شاعر په څېر ليدلی وې، ” د ميني او حسن معتکف شاعر ” ليکوال را و پېژندې او ” ۲۵م اکتوبر ” ويل چي نه باچا د لوړي پايې معياري ناول نګار هم دی.