کور / شعر / پرښار وبا ګډه شوه …

پرښار وبا ګډه شوه …

ليکنه: خالق رشید

کلونه وړاندې چا کتاب راکړو،

ویل یې ، دا ووایه !

دا ډیرمهم کتاب دی ،

دادنړۍ شهکار دی …

لیکوال یې ډیرې بدې ورځې په لیکوولیدې …

دشیطانانو داستازو،د سپین پوښو خوتور زړو له لاسه …

کتاب مې واخیستلو،

ماته مې خپل پیغمبرسم را یاد شو …

هغه هم  سپين پوښو تور زړو والا

دخپل کتاب په خاطر ،

دلوی الله له کوره

په تښتیدو نا چارکړ …

کتاب مې واخستلو،

پاڼه مې یې واړوله ،

نوم یې  دیکامرون یا لس ورځې یا لس کیسې و …

لیکوال یې بوکاچیو و…

داټلي استوګني …

کتاب مې ولوستلو،

کیسه یې ښکلې وه …

خو له دردونو ډکه …

لنډون یې داسې و چې :

په ښار وبا ګډه شوه …

هرڅه یې پوه پنا کړل ،

ډیرې ځوانۍ کړې ترخاورو لاندې ،

ډیرې پي مخې مینانې نیمه خوا شولې …

پر ښار وبا ګډه شوه …

هیچا ځان ونه ساته ،

دومره ظالمه وه چې ،

نه یې ماشوم ته کتل،

نه د زړو په غم وه ،

نه یې ګلونه پریښول ،

نه یې غوټیوته ترګلو پورې وخت ورکاوه ..

ډیره ظالمه وه  دا …

دا دآدم پرکور را غبرګه بلا …

پرښار وبا ګډه شوه …

ټولې کوڅې اومالتونه واړه ،

په مړو وخوڅیدل ، وپړسیدل …

خو د چا شور نه خاته  …

نه چا پرچا ژړل ،

نه چا دچا پر ښواوبدو باندې خولې پرانیستې ،

یوازې یوه سړه سیلي لګیده …

یوازې یوه آسمان دې هرڅه ته په خپله کتل ،

داسې ، په داسې سترګو ،

لکه چې دا هرڅه دده په نغوته سم دم کیدل … !؟

په ښار وبا ګډه شوه …

له مور ماشوم په زانګو کې پاتې شو،

له پلاره لاره ورکه شوه حیران و،

له نیکه هم دحق کتاب په غیږ کې پاته لاړو،

انا لا ناسته وه دموردمړي څنګ کې یې

دمړه ماشوم  زانګو لا زنګوله …

څو سبا بیا له دې سره په دغه ښارکې مل شي ..

خوتار په لاس کې داهم لاړله …

ترسبا پاتې نه شوه …

په ښار وبا ګډه شوه …

هیڅوک یې نه پریښودل ،

پرهرچا په پسې وه ،

یو لیوه نه و چې دا مړي وخوري ،

یو زمری نه و چې دا مړي بیا خپل ښکاروبولي ،

یو نیرون نه و چې ددغه ښار په مړینه باندې ځان اتل کړي ،

یوعین نه و، غین نه و، چې دروغ ووایې ویې ژغوري …

یوعین نه و، غین نه و چې یې خرڅ کاندې پیسې پرواخلي …

یوعین نه و، غین نه و چې پردې لښکرې پرې راولي مړه یې کاندي …

یوملا نه و، اخوند نه و چې څه ووايی اوهرڅه بند کړي …

هرڅه دروغ وو، چې دوی ویل اوموږپه پټوسترګو سرښوراوه …

په ښار وبا ګډه شوه ،

 هرڅه سپیره پراته وو ،

له هرڅه دم ختلي ،

نه چا دنوح د بیړۍ نوم اخیستو،

نه چا عیسی ته دمسیح په مینه لارې څَارې ،

نه دمهدی اخرزمان په هیله ،

د مکې دروازې ته زینې وړلې …

نه ددجال له کاله څوک ښکاریدل ،

اونه دې جوجو اوما جو په کیسه کې څوک وو …

یوعین نه و، غین نه و، چې دروغ ووایې ویې ژغوري …

یوعین نه و، غین نه و چې یې خرڅ کاندې پیسې پرواخلي …

یوعین نه و، غین نه و چې پردې لښکرې پرې راولي مړه یې کاندي …

یوملا نه و، اخوند نه و چې څه ووايی اوهرڅه بند کړي …

هرڅه دروغ وو، چې دوی ویل اوموږپه پټوسترګو سرښوراوه …

په ښار وبا ګډه شوه …

ما ترهمدغه ځایه،

 دغه کتاب لوستی و،

خو اصلی کیسه یې لا پاتې وه چې :

په دغه بی ساه ښارکې ،

په دغو مړو ډکوکوڅو کې یوځای ،

د سرې وبا له سترګو یوې خواته ،

په کوم ویرانه خرابات کې چیرې ،

لسو ځوانانو ، نجونو ووړکو،

دا ژمنه وکړه چې له دغه ښاره ،

نور ځان پریوه خوا کړې او لرې ولاړشي ،

هلته چې نورنوپردې خوا کله راونه ګوري …

نوردا هرڅه دې سرې وبا ته پریږدي ،

هو، دغې وبا ته سم دم ،

چې ژوند خورې ، روح خوري او آدم په پڅه چاړه وژني …

دغې دعین مورته  ، دغې دغین میرې ته   …

دپلندرو او بې رحمو فاحشو مورته ؟؟

په ښار وبا ګډه شوه …

ځوانانو ژمنه وکړه ،

له ښاره وتښتیدل ،

داسې یوځای ته ولاړل ،

چې هلته کله هم وبا خپل سیوری نه غوړاوه …

دوی ژمنه کړې داوه ،

چې هرڅه هیرکاندې :

اه  د درواغو ټولې ،

چې دوی یې ټول ژوند ،

په طلسمو باندې تړلي وو ټول ،

بس یومنزل یې داو،

چې په مزو چړچو کې ،

اوپه اوږدو کیسو کې…

هرڅه هیرکړي .

ځان د ژوندون ترسرمنزله پورې ورسوي …

څو ژوند دمرګ له بلا  وژغوری شي …

اوټول ژوندي پاتې شي …

د سرې وبا له غمه …

د درواغجنو او دوه رنګو طلسموله ښکیله …

دشیطانانو له استازو  واړو…

دوی ژمنه کړې داوه …

ددې له پاره چې ،

شا ته ونه ګوري،اوهرڅه هیرکړي …

هریوه زلمی به یوه ورځ ،

اوهرې پیغلی به هم ،

خپله کیسه کوله ، خپله اوږده اوله هیښ ډکه کیسه …

ټولو به اوریده په مینه مینه ،

اونورهرڅه یي کړل هیر،

دهغې سرې وبا ،

دهغې لویې بلا،

هرچا کیسه ویله …

اویو بل ته شپه او ورځ ،

ورغاړه شوي وو، سم ،

څو دا بلا هیره کړي …

اودهغې له غمو، ستونزوڅخه …

هلته خوندي پاتې شي …

په ښار وبا ګډه شوه … !؟

ما کتا ب ټول ولوستو،

تاسې یې هم ولولئ …

اودلیکوال همت ته مې سرټیټ کړ،

چې ده په څومره ستونزو،

څومره شکنجو،

څومره توبو ،

دنیا ته دا پیغام ور ورساوه ،

چې ځوانان لا ژوندي وي ،

چې ځوانه مینه،

دهوس په څپو خوله لګوي ،

اوخدای یي هم شاهد وي …

ژوند به تلپاتي وي ،

ژوند به تلپاتي وي ،

تنها کتاب ولولئ …

یارانو مه ډاریږئ !

یارانو مه ډاریږئ  !

مه ډاریږئ !

مه ډاریږئ  !!!

د شل شل کال د مارچ ۲۰

د ۱۳۹۹ کال د وري لومړۍ