کور / راپور / امريکا کي يو پاکستانی ډاکټر د داعش سره د همکارۍ په تور نيول سوی دی

امريکا کي يو پاکستانی ډاکټر د داعش سره د همکارۍ په تور نيول سوی دی

يو پاکستانی ډاکټر چي د امريکا په منيوسټا ايالت کي اوسېدی د داعش سره د مرستي په تور نيول سوی دی.

د امريکا د عدليې وزارت وايي، ۲۸ کلن ډاکټر محمد مسعود  د امريکا د فدرالي ادارې (ايف بي آي) لخوا د مينياپليس په هوايي ډګر کي نيول سوی دی.

پر محمد مسعود دا تور دی چي د داعش سره د مرستي تکل يې درلود او داسي نښي سته چي نوموړي په يواځي سر په امريکا کي د يو بريد پلان درلود.

د عدليې وزارت په خبرپاڼه کې ويل سوي چي مسعود په راچسټر کي د طب د يو مرکز څېړونکی کوارډينېټر وو.

نوموړي سږ کال د جنورۍ څخه تر مارچ پورې يو شمېر داسې بيانونه ورکړي وه چي هغه پکې د داعش سره د ملګرتيا او د جنګ لپاره سوريې ته د تګ اراده کړې وه. د دې ترڅنګ هغه په امريکا کي هم د يو ترهګريز بريد نيت درلود.

مسعود د فبرورۍ پر يويشتمه د شکاګو څخه د عمان پر لوري تلی او له عمان څخه بيا سوريې ته د ننوتلو اراده يې لرل، خو د مارچ پر ۱۶مه هغه خپله اراده ځکه بدله کړه چي اردن د کورونا وايرس له امله خپله پُوله تړلې وه. له دې وروسته د مارچ پر ۱۹مه مسعود د راچسټر نه منيپولس ته سفر وکړ او په سېنټ پال هوايي ډګر هغه لاس اېنجلس ته د سفر پر مهال په هوايي ډګر کي د اېف بي آي لخوا ونيول سو.