کور / #corona-crisis / کرونا او دټولنیزو رسنیو ګنګسې !

کرونا او دټولنیزو رسنیو ګنګسې !

ډاکټر انتظار احمد همدرد

(لومړي برخه )

په دې لیکنه کې مې هڅه کړې چې ستاسې هغه  پوښتنې او ګنګسې چې په ټولنیزو رسنیو کې د غیري مسلکي کسانو لخوا خپریږي او زمونږ ډیری هیوادوال یې اندیښمن کړي  ځواب کړم او په حل لارو یې وغږیږم ، هڅه وکړئ چې د مسلکي کسانو لیکني ولولئ یا هم معتبرو مقالو ته سر ورښکاره کړئ   :

۱. د کرونا ویروس او زکام تر منځ څه توپیر دی ؟

کرونا یا کوید ۱۹ هماغه د زکام د کورنۍ له ویروسونو څخه دی چې مخکینۍ ډولونه یې سارس او مرس وو مګر عمده توپیریې دادی چې زکام کې ناروغ پرنجیږي او له پوزې څخه یې اوبه بهیږي  ټوخۍ او تبه نه لري  حال دا چې کرونا ویروس عمده نښې  وچ ټوخۍ او تبه دي  .

۲. ایا د زکام یا انفلوانزا واکسین د کرونا لپاره ګټور دی ؟

نه ، څیړني ښیې چې د انفلوانزا واکسینونه ددې ویروس په مخنیوي کې هیڅ ګټور نه دی .

۳. ایا له ماسک څخه ګټه واخلو یا نه ؟

۴. څوک باید له ماسک څخه ګټه واخلي ؟

هغوی چې دغه ویروس لري او ناروغ دي ، ډاکټران چې له دې ناروغانو سره په اړیکو کې دي او هغه خلک چې مشکوک دي !

علمي څیړني (په درې دلیلونو سره)  ښیې چې دماسک کارونه په عادي خلکو کې ځانګړې ګټه نه لري  :

لومړي : د ویروس کوچنۍ میکروسکوپي جوړښتونه د ماسک له الیاف څخه په اسانۍ تیریدلی شي .

دوهم : ماسک نشي کولی چې سترګې وپوښې یوازې پزه او خوله پوښي .

دریيم : د ډیر وخت لپاره ماسک مو پرمخ پاتې کیږي او لمده کیږي چې پخپله د ناروغیو زیږونکي دي !

۵. بغیر له انتي سیپتیک موادو څخه له نورو کومو موادو څخه ګټه اخیستلی شو ؟

هو ، عادي صابون وکاروئ ، همدغه صابونونه چې د ځان  او د لاسونو په پریمینځلو کې  کاروئ ،  باید هڅه وکړئ ، چې دګوتو د فاصلو ترمنځ برخې باید ومینځل شي . همدارنګه د پرنجیدو او ټوخۍ په وخت کې له دستمالونو څخه کارواخلئ .

په یاد ولرئ صابون میکروب نه وژني! بلکې د لاسونو یا بدن پرمخ مو چې  په طبیعې ډول غوړ شتون لري، دغه ویروسونه په همدې برخو کې د همدې غوړ په مرسته پاتې کیږي، صابون دغه غوړ پریمینځي او ورسره ویروس هم له بدن یا لاسونو څخه مو لیري کیږي .

که دستمال ته لاسرسۍ نه لرئ ، خپل څنګل د پرنجیدو په وخت کې خپلې خولې ته ونیسئ ، همدارنګه هغه خلک چې پرنجیږي او ټوخي لري یو متر ترې واټن واخلئ .

۶. ولی د انټي بایوټیک اخیستل د کرونا په له مینځه وړلو کې بې ګټې دي ؟

۷. ایا دهوږۍ کارونه یا ویکس دکرونا په مخنیوي کې ګټور دي ؟

نه ! انټي بایوټیکونه د ویروس په له مینځه وړلو کې هیڅ ګټور نه دی ، علت یې هم دای چې مونږ هغه وخت ناروغ ته انټي بایوټیکونه ورکوو چې ناروغ په باکتریایي ناروغۍ اخته وي هو که تاسې بغیر له اړتیا څخه انټي بایوټیکونه وکاروئ  نو په راتلونکې کې که کوم نوي باکتریایي ناروغۍ رامنځته کیږي نو ستاسې بدن به یې په مقابل کې سالم نه وي .

له بده مرغه په دې ورځو کې په خواله رسنیو کې دا موضوع ګرمه ده مګر داسیې هیڅ علمي څیړنه نشته چې دهوږه ، د کنجد غوړۍ او ویکس د کرونا په مخنیوي کې ونډه اخیستی وي .

۸. ایا د ویروس ضد درمل د کرونا په له مینځه وړلو کې مرستې کوي ؟

۹. د کرونا ویروس تشخیصیه کیټ څه دی او څنګه کارول کیږي ؟

د ناروغ له غاړۍ او خولې څخه نمونه اخلي او بیا یې د (پي سي ار) وسیلې ته لیږي ، دغه وسیله تر دې وړاندې هم د ناروغیو په تشخیص کې کارول کیږي لکه ایډز یا سارس … نور .

په ساده ژبه دغه ماشین ویروس له نمونې څخه جلا کوي او بیا د ویروس جوړښت پیدا کوي او تکثیر کوي یې ، پس له فلوراسینټ وړانګو څخه پوهیږئ چې د ویروس نوعه څه دی چې یو کس پرې مبتلا شوې  او په بدن کې ې نوموړي ویروس څومره نور شتون لري ؟

کله چې  ماشین د ویروس جنټیکي فرمول پیدا کړي د کرونا ویروس له جوړښت سره یې  پرتله کوي کله چې  یې ورته والۍ وښوده، نوموړی کس په کرونا ویروس اخته شوی دی .

۱۰. ولې کرونا ویروس دومره په سرعت سره نړۍ کې خپور شو  ؟

ویروسونه د نړۍ په هره برخه او هره سیمه کې موندل کیږي ، دا چې اوسنۍ نړۍ کې انسانان په ګڼه ګوڼه کې ژوند کوي او حیوانات هم شتون لري ممکن نوي ویروسونه له حیواناتو څخه نورو ته انتقال شوي وي .

نړیوال سفرونه یې بل عمده لامل دی چې یوه ساري ناروغۍ یا ویروس دنړۍ نورو برخو ته هم ورسیږي .

تیر کال د چین ساینسپوهانو یادونه کړې وو ، چې په نږدې راتلونکې کې به یوه ناورین  دانسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي  چې له بده مرغه همداسې وشو .

ځینې هیوادونو د خپلو موخو لپاره بیولوژیکي اسلحې جوړوي چې کرونا یې هم یو ډول دی !

۱۱.  کرونا ویروس واکسین کله جوړیږي او کله نړۍ ته پیژندل کیږي ؟

تراوسه په نړۍ کې ۴ لوی څیړنیر لابراتوارونه په موازي ډول بوخت دي تر څو ددې ویروس په ضد واکسین رامنځته کړي .

د سانتیاګو واکسین جوړولو لابراتوار یو له هغو څخه دی ، چیني ساینسپوهانو د کرونا ویروس د ډي ان ای جوړښت دغه مرکز ته ورکړي او هغوی هم په دې هڅه کې دی چې واکسین رامنځته کړي ، که څه هم د واکسین جوړونه کلونه په بر کې نیسي مګر ددغې لابراتور کارکونکې وایي : په نږدې میاشتو کې به ددې ویروس واکسین نړۍ ته وپیژنو .

۱۲. یا ویروس د کالیو په وسیله انتقال کوي ، څنګه او څه ډول ؟

ویروسونه تر هغه ژوندي وي چې په خپل کپسول کې پاتې وي یا هم د یو ژوندي موجود بدن ته داخل شي او تکثیر وکړي بغیر له هغه په ازاده هوا کې د کپسول په له مینځه تلو سره ویروس هم له مینځه ځي .

۱۳. ایا ویروس د جنسي اړیکې له لارې یا د حاملګۍ په وخت کې له مور څخه ماشوم ته انتقالیږي ؟

تراوسه داسې هیڅ طبي څیړنې په لاس کې نشته چې ویروس په دې ډول انتقال شوي وي .