کور / #corona-crisis / د کرونا ویروس نښې ، ډولونه او درملنه

د کرونا ویروس نښې ، ډولونه او درملنه

ډاکټر انتظار احمد  همدرد

په لاندې علمي او څیړنیزه لیکنه کې مې  دورستیو علمي څیړنو څخه په ګټه  اخیستنې ستاسې لاندې پوښتنې ځواب کړي :

۱. ایا کرونا ویروس واکسین لري او د درملنې وړ دي ؟

۲. ایا د کرونا ویروس ددرملو د پاشلو په وسیله یې مخنیوی کولی شو؟

۳. دکرونا ویروس نښې کومې دي ، څنګه یې تشخیص کولی شو او همدارنګه څنګه خپل ځان او کورنۍ ترې وساتو ؟

۴. څه باید وکړو چې له دې ناورین څخه ځان وژغورو؟

۵. په کرونا ویروس اخته کس سره څنګه مرسته وکړو وکړو ؟

پیژندنه :

کرونا ویروس په ۲۰۱۹  م کال د د ډیسمبر  په ۱۲  د چین هیواد  دوهان په سوداګریز ښار کې د ډاکټر لی وینلینګ لخوا وپیژندل شو چې د چین حکومت لخوا نوموړی په دې خاطر زندان ته واچول شو چې دی د کرونا  ویروس په هکله پروپاګند خپروي،  له بده مرغه نوموړي په زندان کې خپل ژوند دلاسه ورکړل . !

یوازې چین په دې ناورین نه دی اخته بلکې اوسمهال دغه ویروس دنړۍ تر  ۷۲  زیاتو هیوادونو ته رسیدلي دي ، د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ او دغه ناروغۍ یې  پنډمیک ( هغه ناروغۍ چې ټولې نړۍ ته سرایت کړی وي ) وبلل .

د کرونا ویروس د (ان ۲۰۱۹ کرونا ویروس) په نوم یادیږي  دی چې په رسمي ډول د وهان کرونا ویروس په نوم سره پیژندل شوی دی .

دروغتیا نړیوال سازمان  دغه ویروس د (کوید ۱۹) په نوم سره نومولی دی ، ځکه چې دا د حیواناتو ( اسمانڅکالۍ ) په وسیله نه انتقالیږي .

دغه ویروس د وهان کرونا ویروس  په نوم سره یادیږي یا د د تنفسي سیستم شدیده ناروغۍ یې هم بللی شو .

د ناروغۍ شالید او ډولونه  :

که څه هم د کرونا ویروس ډیر ډولونه پیژندل شوي دي مګر مهم او مشهورې نوعې یې عبارت دي له  سارس ، مرس او کوید ۱۹ .

په ۲۰۰۲ کال کې د (سارس  کرونا ویروس ۲) ناروغۍ ناورین چې دجوړښت له مخې کرونا ویروس سره ورته والۍ لري د اسمانڅکالۍ او اوښ لخوا انسان ته او بیا له یو انسان څخه بل انسان ته انتقال شوي وو ، مګر کرونا ویروس یوه بیولوژیکې اسلحه ده چې  دچین وهان ۴۰۰ نومې لابراتوار کې رامنځته شوي وو ، کرونا ویروس لومړنۍ بیولوژیکي اسلحه نه دی تر دې وړاندې نور بیولوژیکي اسلحې هم تولید شوي وو چې مشهور یې عبارت دي له ټولاریمیا ، انټراکس …نور.

د ۲۰۲۰ م کال د فیبرورې تر  ۱۱ نیټې پورې دکرونا ویروس  ۴۳۱۰۲  پیښې ثبت شوې دي چې له دی جملې څخه ۱۰۱۸ کسان مړه شوي .

حال دا چې د سارس کرونا ویروس ۲ ناروغۍ چې د اسمانڅکالۍ په وسیله انتقالیږي ، نوموړي ویروس په  ۲۰۰۴ م کال کې  په چین کې خپور شوي وو او د قربانیانو شمیر یې  ۸۰۹۸ کسان وو چې دکرونا ویروس په پرتله ۴ سلنه زیات دی .

مرس ویروس چې دکرونا یوه مشهوره او خطرناکه نوعه ده په ۲۰۱۲ کال په سعودي عربستان کې لیدل شوي وو ،  وروسته دبۍ ته انتقال شوي چې د لندن کولنډل په لابراتور کې وپیژندل شو او دمنځنۍ ختیځ د کرونا ویروس په نوم سره ونومول شو  او په زرګونو کسان یې ووژل .

 ځینې څیړنې ښیې چې دکرونا ویروس د میږې خوړونکې حیوان او انسان  په وسیله انتقالیدای شي !

میکروسکوپي جوړښت او انتقال  :

د ا یوه ( ار ان ای ) یوه سټرینه ویروس دی ، چې  د کرون یا تاج  شکل لري .

د غه ویروس د تنفسي سیستم له لارې  د انسان سږو ته داخلیږي   وروسته له هغه په حجرو کې زیاتوالۍ مومي ، ګاونډیو حجرو ته سرایت کوي  او میکوس ( دانسان په سږو کې  لزجي شفافه مایع دی ) ځان رسوي .

دغه ویروس کولی شي چې په ډیر سرعت سره له یوکس څخه بل کس ته انتقال شي ، کله چې اخته کس وپرنجیږي یا وټوخیږي او سالم کس له سترګو ، پوزې او خولې سره په تماس کې شي نو هغه ته هم انتقالیږي .

دغه ویروس کولی شي چې د متیازو له لارې هم انتقال شي ، په همدې خاطر باید ناروغ قرنطین شي .

په اوسط ډول ویروس  په ۵ ورځو کې انتقال کوي مګر بیا هم د انتقال اوناروغۍ د نښې ښکاره کیدل له یو او بل کس سره توپیر کوي .

که ناروغ کس تر درملنې لاندې ونه نیول شي نو په یو وخت کې ډیرو کسانو ته انتقال کولی شي .

دناروغۍ نښې :

ځینې خلک په هیڅ ډول کومې نښې نه ښکاره کوي او ځینې بیا د ویروس نښې لیدل کیږي  چې نښې یې عبارت دي له :

تبه  او دبدن ستړیا احساس

وچ ټوخې

ساه بندي

 سینه بغل ( نیمونیا )

دغه نښې کولی شي  چې دسږې حجرې په پوره مانا زیانمنې کړي او په سږو کې د مایعاتو د ټولیدو اوان د ناروغ د شوک تر حالته در سیدو سبب وګرځي  ، چې په دې صورت کې د ناروغ  بدن زیات اکسیجن ته اړمن وي مګر دا په ټولیز ډول په هغو کسانو کې ډیر لیدل کیږي چې عمرونه یې تر ۶۰ کلنۍ پورته وي ، سګریت او شراب څکونکي ، هغه کسان چې وړاندې تر دی یې مزمنې ناروغۍ درلودې یا هم لري لکه دوینې لوړ فشار ، شکر ، توبرکلوز  او نور .

تشخیص :

د ار ټي – پې سي ار ټست په وسیله یې تشخیص کولی شو !

ایکسری ـ  چې ګرونډ اوپاسټې  یې غوره نښه ده یعنې داسې ښکاره کیږي چې یوه ونه په یوه مات شوي ښیښه کې دننه شوي وي  .  دا تکنیک تر ټولو ارزانه ، اسانه لاره ده مګر غوره تشخیص د سینې د سیټې اسکن په وسیله ترسره کیږي ان که د سینې ایکسری منفي هم وي باید سیټي اسکن وکړئ .

درملنه او دحل لارې چارې :

باید ناروغان قرنطین شي تر څو نورو سالمو کسانو ته سرایت ونه کړي .

دغه ویروس چې دناروغ کس په لاړو کې د څاڅکې د مالیکولونو په بڼه موجود  وي کله چې هغه پرنجیږي یا ټوخیږي ،  کولی شي چې ۳ فوټه یا ۱ متر پورې بل کس ته انتقال شي ، پس له ناروغ سره خپل واټن وساتئ .

د کرونا ویروس کولی شي چې ان د یوې ورځې لپاره د اجسامو پرمخ پاتې شي .

هغو سیمو ته سفر مه کوئ چې پر دغه ویروس خلک اخته شوي دي .

له ګڼه ګوڼې ځان وساتئ ، کم څه کم ددوه اونیو لپاره په کور کې دننه پاتې شئ .

له ناروغ کسانو څخه ۲ متره یا ۶ فوټه لیرې واوسئ .

اړتیا نشته چې طبي ماسکونه وکاروئ ځکه ګټه یې ډیره کمه ثابته شوي .

غوره لاره چاره یې همدا دی چې خپل لاسونه په صابون ومینځئ  ، که  دلاسونو پاک کونکې خوشبویه مایعاتو  او انټي سیبټیک  تته لاسرسۍ لرئ کارول یې ګټور دی  .

ویټامین سی ( مالټه ، کینو ، لیمو ) سبزیجات او نورې میوې وکاروئ او سپورټ وکړئ .

همدارنګه خپله پوزه ، سترګې او خوله مه لمس کوئ ، ځکه دغه برخې د ( ټې زون ) یا دویروس د داخلیدو برخه ګڼل  کیږي ، وخت په وخت ورته پزې ته ګرمه اوبه واچوئ .

دا چې دا ویروس د اجسامو پرمخ د ډیر وخت لپاره پاتې کیږي نو که ډیزنفیکټانټ ته لاسرسۍ لري شاوخوا شیان مو ډیزینفیکټانټ باندې پاک کړئ .

 طبي کارکونکې دی باید لاندې خبرې په نظر کې ونیسئ:

د جراحۍ ماسک وکاروئ .

دستکشۍ په لاسو کړئ

د سترګو ساتونکې توکې  وکاروئ

کله چې له ناروغ سره ددرملنې په پار  مرسته کول غواړي هڅه دې وکړئ چې ( ان ۹۵) ماسک  وکاروې !

طبي درملنې :

کمکي درملنۍ  څخه یې باید پیل کړو :

ناروغ ته مایعات او اکسیجن ورکړئ .

که تنفسې ستونزه ولري نو له هغو الو څخه کار واخلئ چې اکسیجن اخیستنه کې مرسته کوي .

همدارنګه  درې درملې ددې ناروغۍ په درملنه کې ګټور ثابت شوي دي .

کلورکین ( دملاریا ضد درمل )

ریټاناویر ( دایډز ناروغۍ ضد درمل )

ریمډیز ویر( انټې ویروس درمل چې مخکې د ایبولا ناروغۍ په درملنه کې کارول کیدل )

یادونه :

 ریمډیز ویر د امریکې متحده ایالاتو کې دیوې ناروغ لپاره چې تر نښې ښکاریدنې وروسته ورکول شوي وو ډیر ګټور ثابت شوي وو او همدارنګه په چین کې هم ډیری ناروغان په همدې درمل ښه شوي دي .

له بده مرغه اوسمهال  د کروناویروس ضد واکسین  نشته  مګر سایسنپوهان  د واکسین په جوړولو بوخت دي .

اخذ لیکونه :

  1. TYRRELL, DA (1965-06-05). “CULTIVATION OF A NOVEL TYPE OF COMMON-COLD VIRUS IN ORGAN CULTURES”. British medical journal.
  2. Cabeça, TK (2013-03-05). “Epidemiological and clinical features of human coronavirus infections among different subsets of patients”. Influenza and other respiratory viruses.
  3. Common Cold”. University of South Florida Student Health Services. Retrieved 18 April2013
  4. Smith, Richard D (2006). “Responding to global infectious disease outbreaks: Lessons from SARS on the role of risk perception, communication and management”. Social Science & Medicine.
  5. Huang, Chaolin; Wang, Yeming; Li, Xingwang; Ren, Lili; Zhao, Jianping; Hu, Yi; Zhang, Li; Fan, Guohui; Xu, Jiuyang (24 January 2020). “Clinical features of patients infected with 2019 novel coronavirus in Wuhan, China”.
  6. Health, Australian Government Department of (2020-01-21). “Novel coronavirus”Australian Government Department of Health. Retrieved 2020-01-23
  7. «Novel Coronavirus 2019 Situation Summary, Wuhan, China | CDC».
  8. Pen Y , Guan H et ol initial CT findings and temporal changes in patients with the novel coronavirus pneumonia (2019-nCov) : a study of 63 patients in Wuhan , China , European Radiology ,February  13 , 2020
  9. Song F.Nanran S. ET, ol Emerging Coronavirus 2019-nCov Pneumonia, radiology. Published online February 6, 2020
  10. Osmosis online High yield notes Coronavirus diagnosis and treatment February 14.2020
  11. Coronavirus (covid19 ) review by John Hopkins medicine 16 march 2020