نيويارک ټايمز: د پاکستانيانو قاتل د سي، آى، اې افسر وو
نيويارک ټايمز په خپله تازه ګڼه کي د هغه امريکايي له پټ مخ څخه پرده پورته کړې ده، چي تيره مياشت يې په لاهور کي دوه پاکستانيان په توپنچه ووژل.
نيويارک ټايمز د يوه امريکايي چارواکي په حواله وايي چي رېمنډ اې ډيويس د سپېشل فورس متقاعد افسر وو، چي اوس يې له سي آى اې سره کار کاوه.
ريمنډ اې ډيويس د پنجاب ايالت په لاهور ښار کي دوه پر موټرسايکل ناست پاکستانيان په داسي حال کي وژلي ول، چي په وينا يې د ده د تښتولو هڅه يې کوله.
بلي خوا ته داسي راپورونه هم خپاره سوي چي د ډيويس تښتوونکي هم د پاکستان د استخباراتي سازمان آى، ايس، آى غړي وو.
ډيويس چي اوس په پاکستان کي بندي دئ، امريکا ادعا کوله چي هغه د دوى ډيپلومات دئ او د ډيپلوماتيک مصئونيت له مخي بايد ژر ترژره خوشي سي، خو پاکستاني حکومت يې تر اوسه امريکا ته له ورسپارلو ډډه کړې ده.
د نيويارک ټايمز له خوا د ډيويس له ډيپلوماتيک مخ څخه په داسي حال کي پرده پورته کېږي، چي پاکستان يې دمخه لا پر ډيپلوماتيکه دنده شکمن وو.