ایران : پولیسو لاریون کوونکی د پل څخه وغورځوئ

مختار احمد احسان | فبروري 21st, 2011


د ایران د شیراز په پوهنتون کي د لاریون په ترڅ کي یوه بل لاریون کوونکي خپل ژوند دلاسه ورکړ . دا خبر د یوې ایرانی ویبپاڼي لخوا تأید سوئ دئ، چي د ایران د محصلینو د اتحادیې لخوا پر مخ بېول کیږي .

راپور زیاتوي چي له منځه تللی کس محصیل و، چي د پولیسو لخوا د یوه پل څخه لاندي وغورځول سو، د لوېدو څخه وروسته موټر وواهه او وکوچېد .

د ایران د پلازمیني تهران څخه بېلابېل راپورونه لیکي، چي امنيتي ځواکونه د لاریونونو د مخنیوي او تر کنټرول راوستلو په خاطر د اوښکي بهونکي ګاز او اور څخه استفاده کوي .

Copyright Larawbar 2007-2024