عراق : د ځانمرګي برید له امله ۱۲ تنه مړه او ۲۵ نور زخمیان سول
د عراق د سامرأ په ښار کي یوه ځانمرګي د پولیسو د هډې سره په موټر کي بمي چاودنه وکړه، چي له امله یې لږ تر لږه ۱۲ تنه له منځه تللي او ۲۵ نور زخمیان سوي دي .
د پولیسو په وینا د پيښي قربانیان هغه ځانګړي وسله وال کسان دي، چي د سامرأ ښار ته لېږل سوي وه، ترڅو د شیعه ګانو په مذهبي مراسمو کي د ګډوډي د رامنځته کېدو مخه ونیسي.
نهه ورځي تر دې وړاندي هم د سامرأ په ښارکي یو ځانمرګی برید ترسره سوئ و، چي په نتیجه کي یې لږ تر لږه ۴۸ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړ او اتیا نور زخمیان سول .
د یادوني وړ ده چي په عراق کښي هر کال د شیعه ګانو د مذهبي مراسمو پر مهال د بیلابیلو چاودنو له امله زیات شمېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي .