کور / علمي / کالهنداره،کالینداره او(Calendar)

کالهنداره،کالینداره او(Calendar)

محمدمعصوم هوتک
اوکویل ــ انټاریو
۲۱مه دفبرورۍ ۲۰۱۱ع



دانگرېزي ژبي (Calendar) په عربي ژبه کي (تقویم)بولي . دتقویم لغوي معنادیوه شي “سیده کول ،راسته کول اوکوږوالی ئې ورسمول،اعتدال” ده (دهخدا). دغه لغت دقرآن عظیم د سورة “التین” په څلرم آیت” لقدخلقناالانسان فی احسن تقویم”کي راغلی دئ.په تفسیروکي د”احسن تقویم” معناپه” ډېرښه اعتدال سره”سوې ده . یعني انسان په ډېرښه قالب کي اچول سوی دئ.
دنجوم پوهان هغه دفترته تقویم وایي چي دیوه کال په ورځوکي د ستوروموقعیتونه اونورکیفیتونه پکښې درج سوي وي . ددغه دفتر متکامل شکل اوسنۍ جنتري ده چي په پښتوکي د(کلیز) نوم پر ایښوول سوی دئ اواردوژبي ئې (پترا) بولي. ما(هوتک)هم  دهمدې تعامل له مخي پرخپل هغه لارښودباندي د(پرتلیزکلیز) نوم  ایښی دئ چي دهجري قمري،هجري شمسي اوعیسوي کلونونېټې پکښې درج سوي اومقابله سوي دي . دسږکال (۲۰۱۱ع)دفبرورۍ پرشلمه مي په تاند ویبپاڼه کي دښاغلي استادغضنفرله خولې ولوستل چي ارواښاد دوست محمدخان کامل دجنترۍ له پاره”کالهنداره” نوم پېشنهادکړی او ویلي ئې ووچي” کالهنداره روښانه معناښندي،په اسانۍ سره تلفظ کیږي اودانگریزي (Calendar) ته هم ورته ده.”  چي رشتیاسي، دې وړاندیزخوندراکړ اوپرزړه مي ښه ولگېد.
ماهروخت دنوولغتودجوړېدوپه برخه کي داخبره کړې ده چي نیولوجیزمونه دي ترعامېدلودمخه یوواردنظرپوښتني له پاره وړاندي سي،که ئې دصاحب نظروکسانوملاتړوگاټه، بیادي نودميډیاخولې ته واچول سي اوعمومیت دي ورکړه سي. خوپردې خبره باندي ترننه پوري چاغوږنه وونیولی اودادئ له نېکه مرغه مي دښاغلي غضنفرصاحب په لیکنه کي دجنترۍ له پاره دارواښادکامل صاحب “کالهنداره” د وړاندیزپه توگه ولیدله. پر نېکفالۍ ئې ونیسئ . (حَبّذاعید همایون، مرحباخرم بهار!).
په “کالهنداره” کي تر”کلیز” زیاتي ښېگڼی پرتې دي. خوزه به ځان ته اجازه ورکړم چي دارواښادکامل په طرحه کي یوڅه تصرف وکړم او هغه داچي”کالهنداره” که  ” کال اینداره =کالینداره” سي ، نوبه ئې دنوروژبوویونکي بې له قاموسه هم په اول وارلوستلوسره یوڅه ځني وفهمولای سي .ددې تصرف له پاره مي په خپل ذهن کي دوه دلیلونه درلودل . یوداچي هنداره د(اینداره) په شکل عام اولسي اوادبي استعمال لري.
ارواښادحاجي ولي محمدخان مخلص ویلي دي :
په لوی لاس دي کړخپل ځان په مځکه چخ
چي پرپــــــــــــــــــوه سړي دي وخندل پخ پخ
ستاکړه وړه ســـــــــــــره سم نه وه نه يې گرم
پـــــــــــــــه اینداره کي دي ولیده خپل مخ
(کلیات ۱۴۸مخ)
په اولسي سندرو کي راغلي دي :
دعمارت لوړي اینداري
راچپه کړې زماورېنداري
حاجي …خان راغی،نه اسمان ویني نه مځکه، دلوی امیرسړکه.
 په الف سره د(هـ ، ح) دابدال مثالونه نورهم سته :
هیواد ــ ایواد
هداد ــ ایداد(سرزنش)
هلک ــ الک (دکندهارښځمني وایي : الک ملک دخدای لایک. نجلۍ میلۍ دگل غوټۍ)
هولکه ــ اولکه
هندو ــ ایندو
هدیره ــ ادیره
هلیله ــ اریړه
حرامي ــ ارمونی
حنابکار ــ اینابکاره
ځیني فارسي ژبي خولاد(افغان) کلمه په (هفغان) سره تلفظ کوي.
دوهم داچي کالینداره دانگریزي ژبي (Calendar) ته بیخي ور نزدې کلمه ده اوله دې لاري پښتودژبودنزدې کېدلوپه نړۍوال ژبني جریان ورگډېدلای سي . 
نوزه ددغه نوي وړانديزپه گټه اوپلوي خپل لاس پورته کوم اودخپل ناچاپ اثرنوم له “پرتلیزکلیز” څخه”پرتلیزه کالینداره” ته رااړوم.
 دپښتونیولوجیزموپه برخه کي دهمدغه شان تعامل درواجېدوپه هیله