کور / کتابتون - بېلابېل اثار / کتابتون : خوندور خواړه پر ليکه سول

کتابتون : خوندور خواړه پر ليکه سول

وروڼو او خوندو که څه هم داکتا ب ( خوندور خواړه ) دخوړو او دپخلی په اړه لیکل سوی دی خو مادلته وتاسو ته دکورني اقتصاد په اړه ډیر لږ څه ولیکل ولی چي هر کور ودې ته اړتیا لری خدای دې وکړي چي تاسو ګټه ځنی واخلي .
 الله سبحان وتعالی وموږ ته تر حساب ډیر نعموتونه راکړی دی . غرونه ، دښتونه ، باغونه او ځمکی مود نعموتونو نه ډکی دی ،خو موږ وهغه ته پاملرنه نه کو، او یادهغو دګټو څخه ناخبره یو.
 دښونه ، ځمکی ، باغونه اومامتې مو د سپلنی ، توره ، ګل ختمی ، بنفشه ، بارتنګ ، خاکشیر، خوږولې ، شنشوبي ، شکمپاره، سنجتې ، شنې ،ګل ګلاپ ……….. زه به وتاسو ته څه څه ولیکم .او دڅه شی فایدې به درته ولیکم کتابونه په ډکیږی بی حسابه طبی او خوراکی مواد لرو خلګ او بڼوال وهغه ته پاملرنه نه کوي ،خبر نه دی چي په نړۍ کي نوموړی شیان په څه قیمت سره خرڅیږي .یوه بیلګه یي شکمپاره ده چي زموږ دښتونه دشکمپارې څه ډک دی خو موږ دبهر څخه په کوتۍ کي واردسوی رانیسو .
راځی چي دنن څخه دخدای راکړی نعمت څخه ګټه واخلو راټول یي کړواو په ښه سمه طریقه سره یي وچ کړو ، چي هم پاک وی او هم ښه رنګ ولری . هغه متل به مو اوریدلی وی ( دډیري لرګي دیوه غوزي ) که دهر شی څخه یو یو کیلو راټول کړو تاسو فکر وکړي چي څو ټنه به مو راټول کړی وی، یوخو به مو خپله اړتیا پوره کړی وی، اوبل به یي وبهر ته هم صادر کړو .
زه به کوښښ وکړم چي دلته دخوارکی توکو اوطبی ګیاو دوچولو یا جوړولو کړنلاره وتاسو ته ولیکم چي تاسو وکولای سي لږ تر لږه دخپل کور اړتیا پوره کړئ ، او هغه نعمتونه چي الله سبحان وتعالی وموږ ته راکړي دی، وهغه ته لږ څه پاملرنه وکړو ، چي داسی بیځایه وراسته او یا دخاورو خوراک نه سي .
که غواړئ دطبی ګیاه او خوراکی توکو په ګټه ځان خبر کړئ د( رنځور درملنه ) کتاب وګورئ .   بشپړمتن


 



د کتاب لنډه پېژندنه :
  (د کتاب ټول چاپي حقوق د راټولونکي سره خوندي دي )
**********************
د کتاب نوم :  خوندور خواړه
راټولونکي :   عبدالستار فیضي
کمپوزر :   راټولوونکی
د خپرېدو نېټه :  ۲ – ۱۲ – ۱۳۸۹
د لیکوال برېښنالیک :  Satar2200@gmail.com
د کتاب فهرست :  د کتاب په پای کښي
انلاین چاري :  مختار احمد احسان – د لراوبر کتابتون – www.Larawbar.com










د کتاب د لوستلو او ډانلوډ لپاره دلته کليک وکړئ    د کتاب د لوستلو لپاره دلته کليک وکړئ  size = 4.30  MB  د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ 




 يادونه ::: دا  کتاب د pdf  په بڼه جوړ سوئ دئ، که يې پروګرام (Adobe Reader) نلرئ دلته يې ډانلوډ کړئ !