د کورنيو چارو وزارت پلاوي د ټپيانو پوښتنه وکړه
دکورنيو چارو وزارت دسرحدي قواو دلوي رياست درستيزوال اوپه ختيځو ولايتونو کي دسرحدي پوليسو قومندان په ننګرهار عامې روغتيا روغتون کې دهغه ټپيانونه ليدنه وکړه ، چې په جلال اباد کې د کابل بانک په نمايندګۍ دتېرې شنبې ورځې په حمله کې ټپيان شوي وو .
دسرحدي پوليسو دلوى رياست درستيزوال مل پاسوال عبدالخليل او دسرحدي پوليسو دلومړي نمبر زون قومندان مل پاسوال امين الله امرخيل په عامې روغتيا روغتون کې له ټپيانو نه دليدنې پرمهال له ټپي شوو سرحدي پوليسوسره يي نغدي مرسته تر سره کړه .
نوموړو په روغتون کې دپېښې ټپيانو ته تسلي ورکړه او د دوى قربانۍ يي وستايلې او دپېښې شهيدانو روح ته يې د لوى خداى له درباره دجنت فروس او کورنيو ته يې دجميل صبر غوښتنه وکړه ،
دغه راز دسرحدي پوليسو د لومړي زون په قومندانۍ کې ديادې پېښې دشهيدانو روح ته د دعا او فاتحې وروسته جنرال عبدالخليل او جنرال امرخيل دلومړي نمبر سرحدي زون هغه موظفين چي دشنبې ورځې په پيښه کې يي د بريدکوونکو د ځپلو پر مهال ښه وړتيا ښودلې وه د دوى ميړانه يي وستايله او ورته يي تقدير نامې او نغدي مکافات ورکړل .
نوموړو زياته کړه د نورو امنيتي ارګانونو سربېره د سرحدي پوليسو فعاليت هم د ستايلو وړ دى او دوى به په هر حالت کې دخپل هيواد دخاورې او هيوادوالو دخدمت لپاره نه ستړي کيدونکي ګامونه ترسره کړي چي په وينا يي د عسکري ليکو هر منصوب او سرباز چې دوى په خپله وظيفه کې ښه وړتيا وښايي نو دمقاماتو له لورې به تقدير شي .
بل پلو دلومړي نمبر سرحدي زون پنځه څلويښت تنه افسران او ساتنمنان د شورش صفونو تر عنوان لاندې د يوې نيمې مياشتنۍ روزنيزې دورې څخه فارغ او خپلو قطعاتو ته ستانه شول .
دسرحدي پوليسو دلومړي زون قومندان جنرال امين الله امرخيل وويل په ياده يو نيم مياشتينۍ دوره کي د ياد زون دبيلابيلو قطعاتو افسران او ساتنمنان د مسلکي زده کړو برخمن شول .
د ده په وينا په دغه روزنيزه دوره کې له مرکز څخه دمجربوښونکو په واسطه په سيموکي دشورش اچوونکو او بلواګرو د محوې او د دوى دمخنيوي په برخه کې ګډونوالو ته په زړه پورې او مسلکي تعليمات پر مخ ولاړل .
ده وويل له دي دوري څخه به فارغ منصوبان يادې زده کړې د کنډکونو دتعليم او تربيې په چوکاټ کي نور موظفينوته هم پرمخ يوسي .
دفراغت په دغه مراسمو کي د ختيځ زون دسرحدي پوليسو د ښوونې او روزنې دامر سمونمل زمين خان او نورو افسرانو له لوري فارغو کسانو ته تصديقونه او تقديرنامې ورکړل شوې .