کور / تازه خبرونه / ننګرهار: له کډوالو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

ننګرهار: له کډوالو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

دننګرهار په شيخ مصري کمپ کې له يوشمېر کډوالو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه .
دغه مرسته دننګرهار دکډوالو چارو رياست له لورې د دخوراک نړيوال پروګرام ډبليو ايف په مالي مرسته له هغه کورنيو سره ترسره شوه ، چې څه مودې وړاندې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه راستنې شوي او دشېخ مصري په کمپ کې يې اړولي دي .
دکډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزي په وينا په دغه مرسته کې هرې کورنۍ ته دري څلوېښت نيم کيلو اوړه ، څلوېښت کيلو دال ، شپاړلس کيلو غوړي او درې کيلو مالګه ورکړل شوه .
ددې مرستې دوېش پرمهال چې دبهسودو ولسوال او دډبليو ايف پي ادارې مسوول هم برخه لرله کډوالو کورنيو په دغه مرسته خوښي څرګنده کړه او دمننې ترڅنګ يې له کډوالو چارو رياست نه غوښتنه وکړه ، چې ددوى دابو ستونزه حل کړي .
دکډوالو چارو رئيس ددغه ستونزې دحل په موخه خپل داوبو يو ټانکر موظف کړ، چې کډوالو کورنيو ته به پاکې اوبه رسوي .