کور / تازه خبرونه / د مولوي شينواري مړى خاورو ته وسپارل شو

د مولوي شينواري مړى خاورو ته وسپارل شو

په ديني او قومي چارو کې دولسمشر ستر سلاکار ، دهېواد دعلماوو دسرتاسري شورا مشر او دسترې محکمې پخواني قاضي القضات ارواښاد مولوي فضل هادي شينواري جنازه دسې شنبې په ورځ په ننګرهار کې خاوروته وسپارل شوه .
د ارواښاد جنازه دجلال اباد هډې فارم په سيمه کې دنجم الدين اخوندزاده صاب جومات ترڅنګ خاورو ته وسپارل شوه .
دجنازې په مراسمو کې دهېواد ملکي چارواکو ، ديني عالمانو ، قومي مشرانو ، جهادي قوماندانانو ، مخورو او نورو برخه لرله .
اروښاد شېخ الحديث مولوي فضل هادي شينوارى د سيدجمال خان زوى پر ١٣٠٦ لمريز کال دننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې
مرحوم خپلې لوړې زده کړې دکابل په عربي دارالعلوم او په ديوبند کې پاى ته رسولې وې
مرحوم شينواري له ديارلس سوه پيځه دېرش څخه ترديارلس سوه دوه پنځوس لمريز پورې په بېلابېلو ښوونځيو او دننګرهار په نجم المدارس مدرسه کې دديني زده کړو دښوونکي په توګه دندې ترسره کړې وې .
مرحو فضل هادي شينوارى له ديارلس سوه اتيا لمريزکې دولسمشر حامدکرزي په مشرۍ په موقته اداره او همدارنګه په ديارلس سوه يو اتياکال کې د انقالي دورې پرمهال دسترې محکمې درئيس او قاضي القضات او دعلماوو دسرتاسري شورا دمشر په توګه دندې ترسره کړې وې .
شېخ الحديث مولوي فضل هادي شينواري په ديارلس سوه پنځه اتيا لمريز کال کې دولسمشر دفرمان له له مخې په ديني او قومي چارو کې دولسمشر د ارشد مشاور او دعلماوو دسرتاسري شورا دمشر په توګه وټاکل شو .
مرحوم شينواري دژوند تر وروستۍ سلګې پورې دهېواد دساتنې او دسولې او امنيت ټينګښت لپاره هڅې کولې . چې د دوشنبې په ورځ دحوت دمياشتې په دويمه نېټه يې دورپېښې ناروغۍ له امله ددري اتيا کالو په عمر له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې .