ليبيا: مظاهره چيانو څو ښارونه نيولي دي
په ليبياکې حکومت مخالفه مظاهره کوونکو د ليبيا په ختيځ کې څو ښارونه نيولې دي،اوتراوسه په دغه شخړو کې له درې سوه څخه زيات کسان وژل شوي دي.
بل لورته د هغو ديپلوماتانو شمېر زيات شوى دى چې له حکومت سره يې مخالفت اعلان کړى دى.
دا هم رسما څرګنده شوې ده چې د ولسمشر معمر قذافي مخالفانو د ( سري ناکا) سيمه نيولې ده او په دې سيمه کې حکومتي پوځيان له پاڅون کوونکو سره ملګري شوې دي.
رپوټونه وايي، چې دوه پيلوټان په بنغازي کې په پراشوت ښکته شوې دي او د دې پرځاي چې پر لاريون کوونکو بمباري وکړي الوتکې يې له منځه وړې دي.
بل لور ته په مرکز طرابلس کې ډزې اوريدل کيږي او وړې ډلې چې د ولسمشر قذافي ملاتړ کوي لارو کوڅو ته وروسته تر دې راووتل چې قذافي له دوي څخه د مظاهره کوونکو د خورولو هيله وکړه.
اته شپيته کلن قذافي دا غوښتنه، په هغې تلويزيوني وينا کې وکړه چې عصباني و او ويې ويل چې دي به په ليبيا کې ځان شهيد کړي.
همداراد طرابلس لارې کوڅې تشې دي،خلک ويريږي که له کورونو راوځي د قذافي ملاتړي ډزې پرې کوي.
د ليبيا حکومت وايي، چې درې سوه تنه تر اوسه د مظاهرو په ترڅ کې وژل شوې دي خو د بشري حقونو نړېوالې ادارې تر دا شمېر لږ ترلږه شپږ سوه څلويښت ياد کړ.
د ليبيا حکومت بهرنۍ رسنۍ يو مخ بندې کړې دي چې د پېښو رپوټ ورکړي.
بلخوا دامريکاولسمشربارک اوباماپه ليبياکې دلاريونکونکو ځپل په سختو ټکو غندلي او دليبيادغه کړنه يي دنړيوالواصولوسره په ټکرکې بللې.
درپورټونوله مخې بارک اوبامادملي امنيت له سلاکارانوڅخه غوښتي څو په ليبياکې دروانوتاوتريخوالو ددرولوپه موخه دحل يوه لارومومي.
درپورټونوله مخې ويل کېږي چې دليبيامرکزطرابلس دلاريونکونکو ترولکې لاندې دى او تېره ورځ يي ددغه هيواد ختېځې برخې هم ترلاسه کړې وى او هڅه کوي ترڅو خپل نفوس نوروښارونوته ورسوي.
بلخواپه عربي هيوادونوکې دوروستيو لاريونونواو تاوتريخوالو وروسته دسعودي عربستان پاچاعبدالله دخلکوپه معاشونوکې دزياتولي اعلان وکړ.
شاه عبدالله چې بهرته ددرملنې په موخه تللى وودراستنېدو سره سم يي اعلان وکړچې دبېکاره ځوانانوسره به مالي مرسته وشي او محصلينوته به په بهرکې دتحصيل زمېنه برابره کړي.
سربيره پردې ديوشمېربېوزلو کسانوپورونه به هم وروبښل شي.
دراپورونوله مخې دکارمندانومعاش به پنځلس سلنه لوړکړل شي.
دنوموړي ددې اعلان وورسته يوشمېرنړيوال کارپوهان په دې انددې چې سعودي عربستان به دنورو هيوادونوپه څېرله سترولاريونونوسره مخ شي.
تردې دمه په ليبيا،مصر،ټونس،بحرين،الجزايراو يمن کې ددولت پر وړاندې سترلاريونونه ترسره شوي چې په پايله کې يي له زرګونه کسانوته مرګ ژوبله اوښتې.