په جرمني کې څارنوالان د دو مشکوکو ترهګرود نيولو خبره کوي

34 | فبروري 24th, 2011


دا دوه کسه تورن دي چې د ازبکستان د اسلامي تحريک غړي دي. دغه ګوند له القاعده سره په تړاو تورن دي.
جرمني څارنوالانو په يوه بيان کې وويل، څلورويشت کلن عمرسي او اته ويشت کلمن تورګي سي د فبرورۍ په دوه ويشتمه ونيول شول.
عمر تورن دى، چې د دوه زره نهم کال په سپتمبر کې يې د اسلامي تحريک غړيتوب ترلاسه کړى،او د ترورېستانو په يوه ناڅرګند کمپ کې يې روزنه کړې ده او تيرکال سپتمبر چې کله جرمني ته ولاړ تر هغه دمه يې په يو شمېر بريدونو کې لاس درلود.
تورګي په افغانستان کې د ازبکستان له اسلامي تحريک سره په مرسته کولو تورن دى او ويل کيږې چې ده څه باندې درې پنځوس زره امريکايي ډالر خپلو خلکو ته حواله کړې دي.
د جرمني پوليس د څلورو نورو شکمنو کسانو کورونه هم پلټلې دي.

Copyright Larawbar 2007-2024