نیوزېلېنډ : د زلزلې له امله ۳۰۰ تنه مړه سوي او پراخ زیان اوښتئ دئ

مختار احمد احسان | فبروري 26th, 2011


په نیوزیلېنډ کي د سې شنبې په ورځ د رامنځته سوي زلزلې له امله د مړو شمېره تر ۳۰۰ تنو پوري رسيږي .

تراوسه د زلزلې له امله ۱۴۳ تنه له منځه تللي او شاوخوا ۲۰۰ تنه نور لادرکه دي . د لادرکه کسانو د ډلي څخه د پاته ژوندیو کسانو په اړه خوشبیني نه ده سوې .
ژغورونکي ډلي هلي ځلي کوي، خو د چهار شنبې راهیسي هیڅ کوم کس نه دئ موندل سوئ .

همدارنګه مالي زیان د ۵ څخه تر ۶ میلیارډه یورو پوري رسیږي . ویل کيږي چي د کریسټ چرچ ښار ۳۰ سلنه وران سوئ دئ .

د تیري سې شنبې زلزلې په څېر په ۱۹۳۱ زېږدیز کال کي د نیوزلېنډ په شمالي جزیره کي هم یوه زلزله رامنځته سوې وه، چي په نتیجه کي یې ۲۵۶ تنه وژل سوي وه .

اړوند سرلیک :
نیوزیلېنډ : د زلزلې له امله ۶۵ تنه مړه او په سلګونو لادرکه ديvideo

Copyright Larawbar 2007-2024