کور / تازه خبرونه / ترکمنستان: افغانستان ته راغلې برېښنا پنځه چنده ډېروي

ترکمنستان: افغانستان ته راغلې برېښنا پنځه چنده ډېروي

د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چي حکومت يې د هغو لينونو پر غځولو يې کار پيل کړى، چي له امله به يې افغانستان ته د برېښنا اوسنى جريان پنځه چنده لوړ سي.
د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت وياند سردار دورديوف وويل تر ٢٠١٣ کال پوري به افغانستان ته د ترکمنستان د برېښنا جريان په کال کي يو اعشاريه شپږ مليارډ کيلوواټ ته وخيژي.
دورديوف وويل پر دې پروژه به شاوخوا ٣٩٠ ميليونه ډالره لګښت راسي چي د ترکمنستان د حکومت له بوديجې څخه به ورکړل سي.
ترکمنستان اوس افغانستان ته په کال کي ٣٢٥ ميليون کيلوواټه ساعته برېښنا ورکوي، چي د افغانستان حکومت يې د هر کيلوواټ پر سر دوه امريکايي سينټه ورکوي.
بلي خوا ته د چارو شنونکي وايي د افغانستان د برېښنا وزارت په تيرو لسو کلونو د دې پر ځاى چي پر خپلو اوبو بندونه جوړ او مفته برېښنا ځان ته برابره کړي، له اېران، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان څخه په پيسو باندي برېښنا رانيسي.