کور / تازه خبرونه / خوست: چاودني نهه ملکي کسان ووژل

خوست: چاودني نهه ملکي کسان ووژل

د خوست ښار په لکڼو نومې سيمه کي د ولسي وګړو يو ټکسي موټر پر ماين ختلى چي نهه تنه يې وژلي دي.
د خوست چارواکي وايي پېښه نن د شنبې په سهار د سړک غاړي د يوه ماين له امله رامنځته سوې، چي درې مېرمني، څلور ماشومان او دوه نارينه پکښي وژل سوي دي.
د خوست امنيتي چارواکي وايي د چاودني له امله په موټر کي ناست ټول سپرلي وژل سوي او موټر هم په بشپړه توګه له منځه تللى دئ.
د دې حملې مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو د دولت وسله وال مخالفين تل يوازي د هغو چاودنو مسئوليت پر غاړه اخلي چي دولتي يا بهرني عسکر پکښي وژل سوي او د ملکي وګړيو پر مرګ ژوبله سترګي پټوي.
بايد وويل سي چي نن په فارياب ولايت کي د بزکشۍ په يوه ميدان هم ځانمرګې حمله سوې چي ٢٥ تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.