کور / تازه خبرونه / فارياب: ځانمرګي د لوبي په ميدان کي ځان وچاودى

فارياب: ځانمرګي د لوبي په ميدان کي ځان وچاودى

د فارياب ولايت په شيرين تګاب ولسوالي کي يوه ځانمرګي د بزکشۍ په ميدان کي ځان چاودلى چي شاوخوا ٢٥ تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د شيرين تګاب ولسوال وويل په دې پېښه کي يو څلور تنه مړه دي او شاوخوا ٢١ کسان ټپيان دي، چي ټول ملکي وګړي دي.
دولت د دې پېښي مسئوليت پر طالبانو اچولى، خو طالبانو يې تر اوسه مسئوليت نه دئ منلى.