کور / سياسي / نړۍ د يوه نوى بدلون په درشل كې

نړۍ د يوه نوى بدلون په درشل كې

په منځنى  ختيځ كې د خلكو ناخوښي او د فاسدو دكتاتورى دولتونو په مقابل كې د اعتراض چيغو يو نوى پړاو پرانستى دى. بوعزيزى هغه تونسى ځوان و چې څو روځې مخكې د لوږې، بيوزلى او وزګارتيا له امله، د تونس د خلكو د پراخه پرګنو د يوې ايسارې چيغې په توګه څرګند شو، په رنا روځ يې په ځان اور بل كړ او د يوه فاسد واكمن د نارواوو په وړاندې يې د خلكو د غبرګون د سمبول په توګه تونسيان پاڅون ته راوبلل.
د تونس واكمن ذين العابدين بن على چې له 23 كلونو څخه يې را پديخوا، ځان او خپلې كورنۍ ته يو افسانوي ژوند برابر كړى و، د تونس د خلكو د پاڅون په وړاندې ډېر ژر په ګوندو شو او له خپلې كورنۍ او شتمنيو سره سعودي عربستان ته وتښتيد. وروستنى راپورونه وايي چې څلوراويا كلن ذين العابدين په سعودي عربستان كې مغزي سكته كړى او اوس په روغتون كې پروت دى او (اغما) دى.
د تونس د ځوانانو د برياليتوب لاسونه لا همغسې په خوند پړقېدل چې په لسګونو زره  مصري ځوانان واټونو ته راووتل او د خپل ولسمشر حسنى مبارك په ضد يې لاريونونه پيل كړل.
 مصر د منځنى؛ ختيځ او نړۍ له سترو هيوادونو څخه دى. مصريان د يوه لرغونى تمدن د لرلو وياړ لري، مصر د زرګونو كلونو  مهذب او مدني ژوند تاريخ لري. نيل په مصر كې بهېږي، د فرعون هديره په مصر كې ده، افغانې سيد جمال الدين يو وختى په مصر كې و او مصريانو ته يې د ويښـېدو، پاڅېدو، خوځېدو، خپلواكۍ او پرمختګ ويناوي كولې. محمد عبده د افغاني سيد شاګرد و چې اثار يې تر اوسه په مصريانو كې لوستونكي لري. جمال عبدالناصر د مصر و چې د عربي ناسيوناليزم او د وخت د استعمارى ځواكونو د سترګو اغزى بلل كېده او د عربو د يووالي او خپلواكۍ له پاره يې ډېرې هلې ځلې وكړې؛ خو له جمال عبدالناصر څخه وروسته په مصر كې ډېر بدلونونه راغلل. انورالسادات له اسراييلو سره د كمپ ديويد د سولې تړون لاسليك كړ او د مصر د خلكو غوښتنو، د جمال عبدالناصر ارمانونو، د فلسطين د خلكو روا حقونو او په منځنى ختيځ كې يې د ولسواكيو د پرمختګ  او د خلكو د هوساينې سترو موخو ته شا كړه. امريكا د دې سولې په بدله كې مصر ته 60 او اسراييلو ته 100 بليون $ پوځي او اقتصادي مرستې ومنلې.


په تېرو ديرشو كلونو كې په عربي منځنى ختيځ كې ډېر بدلونونه راغلل. ځوان توكم په ډېر څه وپوهېد، اقتصادي ستونزې ډيرې شوې، د شتمنو او نيستمنو تر مينځ واټن ډېر زيات شو، په ډيرو هېوادونو كې دكتاتورئ په روا واكمنيو بدلې شوې، د جمهورې دولتونو او پاچاهيو تر منيځ توپير تقريباً له مينځه لاړ، د خلكو له پاره سياسي  چاپيريال وړوكى شو، دېړ عربي مشران د لويديځ او امريكا په لاسپوڅو او ګوډاګيو واوښتل او په ځينو هېوادونو كې د يوه پاچا پا جمهور رييس د واكمنى كلونه له دوو او دريو لسيزو څخه واوښتل.
دا منفى بدلونونه په عربي هېوادونو كې په داسې كلونو كې پېښ شول چې د شوروى اتحاد واكمني ړنګه شوې وه او امريكا د نړى د يواځنى پوځي او اقتصادي ستر ځواك په توګه، په ټوله نړۍ باندې د كنټرول او واكمنئ خوبونه ليدل؛ خو د واك دغه پراختيا او د واك د ساتلو له پاره اقتصادي او پوځي لګـښتونو د امريكا اقتصاد له ډېرو ستونزو سره مخامخ كړ. وزګارتيا ډېره شوه، بودجه له كسر سره مخامخ شوه، د امريكا پورونه په بېسارى توګه زيات شول او د امريكا اقتصادي پرمختګ ټګنى شو. په عراق او افغانستان باندې پوځي يرغلونو د امريكا د دولت لګښتونه دومره زيات كړل چې د دغه هېواد ستر اقتصاد يې د ماتې له لومړنيو وېرو سره مخامخ كړ او د چين غوندې پرمختلونكى اقتصاد ته يې دا موقع  په لاس وركړه چې د امريكا پوځى، اقتصادي او سياسي دريځ له ګواښ سره مخامخ كړي.
په عربي منځنى ختيځ او د نړۍ په نورو برخو كې امريكايي تګلارو، د دغه هېوادونو د خلكو او فاسدو دولتي چارواكو تر منيځ واټن، د زغم او صبر له پولو تېر كړ او خلك واټونو ته راوتلل.
دا دې څلور اونۍ كېږي چې د تونس ولسمشر ذين العابدين بن على له خپلې ښځې او سرو زرو سره  تښتېتدلى؛ خو تونسيان لا هم د رښتيانى خپلواكۍ، انساني حقونو، ډوډۍ، كار او مسوول مشرتابه له پاره چيغي وهي. په مصر كې په لسګونو زره ځوانان د قاهرى، سويز او اسكندريې په ښارونو كې سره يو موټى شول او ثانى فرعون، حسنى مبارك يې تېښتې ته اړ كړ. په داسې مصر كې چې انساني ځواك او اقتصادي وړتياوي لري، ځوانان د ډوډۍ او كار چيغي وهي او پرېكړه يې كړى ده چې د (فرعون) په هېواد كې ژور بدلونونه را منيځ ته كوي.
د مصري ځوانانو پاڅون تولې عربي نړۍ ته ټكان وركړى دى. د  اردن پاچا دوهم ملك عبدالله په بېړه خپل لومړى وزير ليرى كړ او غواړي چې په مشرتابه كې د ظاهري بدلونونو له لارې د خلكو راتلونكى پاڅون ټكنى كړي؛ خو داسې ښكاري چې په عربي منځنى ختيځ كې د ژورو او رښتيانيو بدلونونو لمر په ختو دى او ډېر ذين العابدينيان او حسنى مباركان به تېښتې ته اړ باسي. په تېرو څو روځو كې په اردن كې د خلكو لاريونونه همغسى په درز روان دي، تونسيان لاهم چيغې وهي او په خپل هېواد كې ولسواكي، كار، ډوډۍ او عزت غواړي. په الجزاير كې خلك خوځېدلي او ورته غوښتنى لري. په الجزاير كې عبدالعزيز بوتيقليقه دوه لسيسزى د واك په ګدۍ ناست دى او نولس كاله كېږي چې په دغه هېواد كې د بيړني حالت قانون واكمن دى. په دغه هېواد كې څو كاله مخكى اسلامپاله ډلو ټاكنې وګټلې؛ خو پوځ مداخله وكړه او د اسلامپالو د واكمنئ مخه يې ونيوله. په ليبيا كې خلكو ستر لاريونونه پيل كړي او غواړي چې په خپلو شتمنيو باندې د معمر القذاقى ځلويښت كلنه واكمنى پاى ته ورسوي او ژور  بدلونونه وويني. په دې هېواد كې د لايون كوونكو او دولتي پوليسو تر مينځ شخړې هم پېښې شوې او څه ناڅه تلفات هم لري. ورته خوځښتونه په بحرين كې هم روان دي او خلك غواړي چې په خپل هېواد  كې ولسواك او مدنې بدلونونه راولي او د چارو واګې د يوې كورنۍ له منګولو راوباسي. په دې روځو كې په ايران كې هم د اسلامي جمهوريت د مشرانو په ضد خوځښتونه ولېدل شول او ځينو خلكو د نظام په ضد شعارونه پورته كړل. په ايران كې د دې خوځښت مشرتابه د ښاغلو موسوي او كروبي په غاړه دى چې يو څو كاله مخكى د ايران لومړى وزير او بل د شورى مشر و. كه څه هم چى ايران مشران دې خلكو ته د فتنې د پارونكو نومونه اخلي؛ خو هرو مرو هلته داسې ستونزې شته چې يو شمېر خلك يې د غبرګون ښودلو او پاڅون ته اړ كړي دي.
په عربي منځنى ختيځ كې دا ستونزى ځكه علني شوې چې خلك د خپلو هېوادونو د مشرانو له كړنو څخه ستومانه شوي او بدلون غواړي. د دې ستونزو اصلى جرړه د امريكا په هغه تګلاره كې نغښتى ده چې غواړي ټوله نړۍ له واشنګټن څخه اداره كړي او د نړۍ په طبيعي شتمنيو او ستراتيژيكو موفقيتونو تلپاتى قبضه ولري؛ خو كله چې د نړۍ داقعيتونه د امريكا دا خوب ريښتيا كېدو ته نه پرېږدي.
ټوله نړۍ له يوې پلازمين څخه نه شي اداره كېدې. امريكا به په ټوله نړۍ د واكمني ارمانونه خاورو ته وېسي. بېلابېلى انساني ټولنې خپلې – خپلى غوښتنې او ځانګړتياوې لري. هر چا ته بايد دا حق وركړ شي چې خپل هېواد ولري او د هر هېواد خلك دا حق لري چې خپل هېواد د خپلو تاريخى، جغرافيايى، دينى او ملي دودونو، رواياتو، جوړښتونو او ځانګړتياوو په چوكات كې اداره كړي، دولت ولري، قانون ولري، حاكميت ولري، نظام ولري او لنډه دا چې خوشاله، سوكاله او نېكمرغه ژوند او ښه راتلونكى ولري.
په تېرو دوو لسيزو كې داسې خوځښتونه وليدل شول چې د خپلواكۍ له پاره د خلكو يون ښيي. ونزويلا، بوليويا او برازيل د دې راز بدلونونو ښې بېلګې دي. دا ولسونه د كودتا  او كلاشنكوف له لارې نه؛ بلكه د ټاكنو له لارې په مخ لاړل او خپلې لارې يې له امريكا څخه بېلې كرې.
د عربي منځنى ختيځ د ولسونو وروستنى پاڅونونه هم د همداسې هيلو د غوړيدا له پاره دي. ولسونه له ګوډاګيو او دكتاتوره رژيمونو څخه ستومانه شوې دي. خلك رښتيانى ولسواكې غواړي، خلك د قوانينو حاكميت، اقتصادي پرمختګ، انساني ازادي ګانى او په خپلو منابعو حاكميت غواړي. خلك د شتمنو او نيستمنو تر مينځ له ډېر واټن څخه ستومانه شوې دې او په خپلو سيمو كې سوله، امنيت، رفاه، ورورګلوي، انصاف او عدالت غواړي؛ خو فاسدو دولتونو په مصر، اردن، تونس او ډېرو هېوادونو كې خلك دومره ځپلى او خوار كړى چې هغه دي په لسګونو زره تونسى، مصري، اردني، الجزايري، يمني، ليبيايي، ايرانى او بحرينى ځوانان د كار، ډوډۍ انصاف او عدالت چيغې وهي!
تمه كيږي چې په مصر كې د دوهم فرعون ډوبېدل به ناوړه پايلى ونه لري. په مصر كي مدني ټولنه پياوړى ده، په خلكو كې د پوهې كچه لوړه او سياسي ګوندونه د چارو د سمون واك لري. د مصر پياوړى ګوند اخوان لمسلمين چى شپيته كاله عمر لري، د واك د نيولو لېوالتيا نه لري. د عربي ټولنى مشر امرموسى، د نړۍ  د اتومي ټولنې پخوانى مشر البرادعى او ډېر نور پياوړى سياست پوهان او ټولينز فعالين د خلكو له ليكو سره يو ځاى شوي او ټول په ګډه د بدلون په لور په مخ روان دي.
كه د مصر او نورو عربي هېوادونو د خلكو پاڅون ژر بريالى شي يا لږ وخت وغواړي؛ خو يوه خبره ډېره قطعى ده او هغه دا چې په نړۍ باندې د يو قطب ايزه واكمني وخت په تېرېدو دى. په امريكا او لويديځه اروپا كې بېسارى اقتصادي بحران دغه ځواكونو ته سخت ټكانونه وركړى دي. په سلګونه فابريكې له كاره لوېدلې او په سلګونه بانكونه تړل شوي دي. دغه اقتصادي بحران په نړۍ باندې د امريكا او پانګوال نظام د تلپاتى واكمني ارمانونه په اوبو لاهو كړي او نړۍ د يوه بدلون په درشل باندې ولاړه ده.
دا بدلون به لنډ وخت ونيسي يا ډېر، تر اوسه پوره ښكاره نه ده؛ خو ولسونه، سياسي غورځنګونه او ژمن ټولنيز فعالين د پانګوال نظام ژر پريوتو ته لاره اوارولى شي.
كه خبره راولو افغانستان ته، دلته هم د بدلون نښې له ورايه ښكاري. روان حالت به د اوږدى مودې له پاره خلكو ته د منلو نه وي. د شتمنو او نېستمنو واټن له حده تېر دى، بېسارى اداري فساد، رشوت، غلا، بانديتزم، مافيايي اقتصاد، جنګ، ترور او پرله پسى ورانيو خلك يوې لويې چيغې ته نژدې كړى دى؛ خو بدمرغي په دې كې ده چې دلته مدني ټولنه ډيره كمزوري ده، سياسي ګوندونه د ځواكمن مانور وس نه لري او د خلكو پراخه پرګنې د تېرو جګړو، تنظمي واكمنيو، مهاجرتونو، سترو اقتصادي ستونزو او انساني تلفاتو له امله، يو له بل څخه جلا پاته شوي او د واك د بېلابېلو فاسدو كړيو له خوا په راز – راز انقطابونو كې ايسار دى او د ډله ايز خپلواك عمل امكانات نه لري.
اوس نو د افغانستان د سياسي فعالينو او هغه ژمنو انسانانو دنده جوړيږي چې لا هم د خپلو هېوادولو ملي او انساني ګټو ته متعهد دي چې لاسونه سره وركړي، واړه – واړه ذوقي، سليقوي، فكري، قومي، ژبني، مذهبي او سياسي توپيرونه يوې خوا ته پريږدي او افغانستان د سترو ملي ګټو جنډه رپانده وساتي او د داسې يوې روځې رهبرى ته چمتو شي  چې كه خلك د وزګارتيا، لوږى، بيوزلتيا، ناروغيو، مهاجرتونو، جګړو، مرګونو او په سلګونو نورو سترو ستونزو، كړاوونو او دردونو له لاسه ناچاره شول او لارو او سړكونو ته راوتلل، بى مشرتابه، بې تګلارى، بې هدفه او بې ارمانه نه وي!
دا هيله هله پوره كېداى شي چې زموږ د پخوانيو سياسي ګوندونو فعالين، ځوانان او د بدلون غوښتونكى سره يو موټى شي، پخوانى تربګنى يوې خوا ته پرېږدي او د افغانستان د خلكو د ارمانونو د پوره كېدو له پاره داسې ګوندونه جوړ كړي چې ولسواكه او هېوادپاله كړنلارى ولري، ملي او سراسري وي او يووالي او پرمختګ ته راوبولي.