اقتصاد : د عراق د تیلو پر یوې ستري تصفیه خانې حمله سوې ده
د عراق په شمال کي د صلاح الدین نومي ولایت کي د تیلو پر یوې ستري تصفیه خانه د بمي چاودني له امله لږ تر لږه دوه تنه کارکوونکي له منځه تللي دي . چاودنه د ځاني زیان سره ترڅنګ کېدائ سي د عراق پر اقتصادي ډګر هم منفي اغېزه ولري .
وسله وال حمله کوونکي تصفیه خانې ته په زور ننوتلي، هلته یې پر کارکوونکو ډزي کړي او بمونه یې ځای پر ځای کړي دي.د تصفیه خانې د رئیس معاون عبدالقادر ال-ساب د پیښي په اړه وايي : “مسلح کسان تصفیه خانې ته راننوتل، پر دوو انجینرانو یې ډزي وکړې او ووژل .”
ویل کیږي، چي په ذکر سوې تصفیه خانه کي اور بل سوئ او سیسټم ته یې سخت زیان اوښتئ دئ، چي له امله یې ددې فابریکې تولیدات اوسمهال دوام نه لري .
ددې تصفیه خانې تولیدات په ورځ کي ۱۵۰ زره ګېلنه تېل دي . د زیاتو تولیداتو له کبله دغه تصفیه خانه د عراق د ۳ سترو تصفیه خانو څخه شمېرل کيږي .