هلمند: والي ځوانان د ليدنې دپاره ور غوښتي

34 | فبروري 27th, 2011


دهلمندولايت له لسو ولسواليوڅخه يوشمېرځوانان ددولتي ادارو څخه دلېدنې په موخه دنوموړي ولايت دوالي په بلنه لښکرګاه ښارته بلل شوي دي.
سيميزچارواکي وايي چې دغه ځوانان يي ددې لپاره لښکرګاه ته راغوښتي دي څوددولتي چارواکوسره پخپله وګوري.
په همدې اړه دهلمندوالي ګلاب منګل رسنيوته وويل چې دغه ځوانان يي ځکه لښکرګاه ته رابللي دي چې ددوي له ذهنونوڅخه هغه مفکوري چې ګواکي هرڅه دبهرنيو په لاس روان دي له منځه ولاړې شي اوله دې لېدنې وروسته به دوي په دې وپوهېږي چې ټولې ادارې افغاني دي او دپرمختګ په هڅه کې دي.
والي دځوانانورول دامنيت په ټېنګښت،دښونځيوپه ساتنه او دنشه يي توکوپه له منځه وړلوکې مهم وباله او له هغوي نه يي غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.
په همدې حال کې دننګرهار،لغمان او کندهارولايتونو يوشمېر ليکوالانواو اديبانوديوه فرهنګي سفرپه ترڅ کې دهلمندله عامه کتابتون سره دسلګونو ټوکه ډول ډول کتابونومرسته وکړه.

Copyright Larawbar 2007-2024