د چپسو او توتانو د اوبو کارخانه جوړېږي

34 | مارچ 1st, 2011


ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې ديوه امريکايي پانګوال له لورې دچپسو او توتانوداوبودتوليدکارخانې جوړې شي.
په افغانستان کې دپانګونوڅخه دملاتړاداره وايي چې دغو پانګوالو په افغانستان کې خپلې څېړنې پاى ته رسولي دي او ډيرژو به په هيوادکې دپانګونې لپاره پريکړه وکړي.
دامريکادمتحده ايالاتونوديوې کمپنۍ مشرله يوې اونې راهېسې په باميانو ولايت کې دچپسو او په پنجشيرولايت کې دتوتانوداوبو دتوليددکارخانودپرانېستلو لپاره پرڅېړنوبوښت دى او همدارانګه نوموړى هوډلري چې په افغانستان کې دحلالي غوښې دواريداتوپه برخه کې پانګونه وکړي.
ديادونې وړده چې په افغانستان کې له پانګونې څخه دملاتړاداره وايي چې دغه امريکايي پانګونه افغانستان ته دايسااودامريکادمتحده ايالاتونودپراختيايي ادارې په بلنه راغلې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024