د آلمان د دفاع وزیر استعفا ورکړه
د نیویارک ټایمز په حواله د آلمان د دفاع وزیر کارل ګوتنبرګ چې په آلمان کې یو مخکښ سیاستوال بلل کیږي ، نن سې شنبه استعفا ورکړه. د ګوتنبرګ د استعفا لامل د هغه د دوکتورا په تیزس کې د غلا شویو موادو پر سر راپورته شوی لانجه وه. که څه هم ګوتنبرګ تیره اونۍ خبریالانو ته وویل چې دی په دې اعتراف کوﺉ چې د ده د دوکتورا په تیزس کې ستونزي شته او له همدې کبله به دی تر هغه پورې د ډاکټر لقب ونه کاروی تر څو چي ېې تیزس له سره نه وي اصلاح کړی. ده نن خبریالانو ته په برلین کې وویل چې”زما استعفا ، زما د په ژوند کې تر ټولو دردونکی اقدام دی”. همدرانګه ده وویل چې ” زه تل د جکړې لپاره تیار ووم ، خو باید ومنم چې زه یې وروستي برید ته رسیدلی یم”.
د یادوني وړ ده چې تیره اونۍ ۲۰۰۰۰ آلماني او اروپا یي ساینسپوهانو لمړۍ وزیرې انګیلا میرکل ته په یو پرانستي استولی لیک کې لیکلي وه چې ” له ګوټنبرګ څخه د میرکل پلوي کوول هغه ټولو ساینسپوهانو ته سپکاوی ده کوم چې په صداقت سره کار کوي”. د یادوني وړ ده چې د ګوتنبرګ د غلا په هکله په لراوبر کې دوه اونۍ مخکې مفصل راپور خپور شوی.