یو برتانوﺉ او درې امریکایی پوځیان ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | مارچ 1st, 2011


د انګلستان او امریکا د دفاع وزارتونه خبر ورکوی چی : نن په جنوب کی وژل سوﺉ بهرنی پوځي برتانوﺉ و چی د هلمند په نهرسراج کی د طالبانو د مرمۍ ښکار سوی و . دا ۳۵۹م انګریز دی چی وژل کیږی .
د پنتاګون په حواله پرون ماین په کندهار کی یو امریکایی عسکر والوزاوه ، دوهم وړمه ورځ په غزنی کی ماین وواژه ، او درېیم هم وړمه ورځ په کونړ کی مخامخ په مرمۍ وویشتل سو .
په دې سره اوس په فبرورۍ کی د بهرنیو پوځیانو تلفات ۳۹ ته ورسېدل چی ۱۷ یې امریکایان اعلان سوي دي .

»

Copyright Larawbar 2007-2024