کور / تازه خبرونه / امريکا پر ليبيا بريد ته ځان چمتو کوي

امريکا پر ليبيا بريد ته ځان چمتو کوي

د امريکا نظامي بېړۍ وروسته له هغه د ليبيا شاوخوا ته نيژدې سوي چي په دې هيواد کي د ولسمشر معمرالقذافي د حکومت پر ضد مظاهرو نور هم زور اخيستى دئ.
امريکا ويلي چي د ملګرو ملتونو او ناټو تر پرېکړي دمخه به د ليبيا د مظاهره چيانو ملاتړ ته ورنسي، خو دا امکان لري چي د اړتيا پر وخت د مظاهره چيانو لاسنيوى ونکړي.
د ليبيا حکومت هڅه کوي چي د مظاهره چيانو لاس ته لوېدلي سيمي د توپ او ټانک په وسيله بيرته ونيسي، خو راپورونه وايي چي د مظاهره چيانو مقاومت ډېر دئ او حکومت يې پر نيولو نه دئ توانېدلى.
بلي خوا ته امريکا، برتانيې، فرانسې او المان د ليبيا پر ولسمشر قذافي باندي ږغ کړى چي نور يې د څلوېښت کلني واکمنۍ پاى رارسېدلى دئ او بايد بېله ځنډه استعفاء وکړي.