کور / شعر / دپښتنې مور اواز

دپښتنې مور اواز

زما په عقل کې نقص نه شته ده انســـــــــــــــان يمه زه
ما چې ورکړې امتحان ده قهرمـــــــانـــــــه يمـــــــــه زه
****
ما دوطن لپاره ښه رښتين بچيـــــــــــــــان روځــــــــــلې
د استعمار مقابلې ته جنګيا لــــــــــــــيان روزلـــــــې
ما دايمان سبق ښودلې په زانګــــــو کې ورتـــــــه
دتجاوز په مقابل مې ميرويس خــــــــــــان روزلــــــــــې
****
دميوند جنګ کې قربانې تــــــــه په ميدان ومــــــــه زه
ما چې ور کړې امتحان ده قــــــهرمــــــــان يـــــــــمه زه
****
سرکې ماغزه لرم ماغزو کې احساسات لـــــــــــرمـــه
زه پښتنه د پښتنې مينې جزبـــــــــــات لـــــــــــرمــــــــه
داسې خو مه وايه چې کور کې ياپه ګـــــور کې اوســــه
ستا داحساس لپاره ډير عالي خيـــــــــالات لـــــــــــرمه
****
د پښتون کور اباديدو ته په ارمـــــــــان يــــــــــــــمه زه
ماچې ورکړې امتحان ده قهرمـــــــــــان يـــــــــــــمــه زه
****
دنړ يوال په مقابل کې انتظـــــــــام پــــــورتــــــــــه کـــــــړه
دجهالت الزام کړه لری نوم دقام پورتـــــــــــه کــــــــــړه
عقل هوښيارکړه د وطن ميندې خپـــــــل زړه وګڼــــــــه
که ترقي دوي مقصد ددوې مقام پــــــــورتـــــــــــــه کړه
****
ټول نړيوال ته په طاقت کې ښه بيان يـــــــــــــــمه زه
ما چې ورکړې امتحان ده قهــــــرمــــــــان يــــــــــــمه زه
****
دوطن مور يمه تــــــــــــــــــه ګواښ دظلم زور مــــه کوه
دجګو غرو زمرو ته غوږکې شـــــور ماشـــــــو ر مه کوه
دوي نه ختميږي سلسلې دغيرتـــــــــــــــنو لــــــــــــــري
داحمد شاه او دمير ويس پـــــه شان سرونه لـــــــــــــري
****
(حفيظه ) وايـــــــــه چــې قدرت د ستر کاروان يمه زه
زما په عقل کې نقــــــــــــــص نـه شته ده انسان يمه زه