کور / شعر / افغان يم

افغان يم

په غمونو کې تر اوسه سرګردان يم
دا پدې چې زه غريب زوی د افغان يم
زه هر وخت په وينو کې لمبېږمه
څو لسيزې وشوې چې سوزيږمه
ستاسې په شان زه هم يو انسان يمه
خير دی چې غريب زوی د افغان يمه
پرې چې کونډه مور مې بوره نه شي بيا
دا يتيمه لور بې وروره نه شي بيا
ځورولې خپلو اوښکو تل مدام يمه
دا پدې چې زه غريب زوی د افغان يم
ما که مړ کړې خړې خاورې به کړې زياتې
هره خوا به يتيمان وي درته پاتې
دې بې رحمه انسانانو ته حيران يم
دا پدې چې زه غريب زوی د افغان يم
ستا ګرېوان به يوه ورځ زه تار په تار کړم
خپلو لومو کې به خپله تا ايسار کړم
روزل شوې په پښتو زه پښتونزۍ يم
سپرلي کې دې ننګرهار خزان خزان کړ
دنارنج په ګل دې جوړ د اور باران کړ
د نارنج په کور دې جوړ د غم محشر کړ