طالبان : په هرات کی ۸ پولیس او قوماندان یې راتسلیم سول

ډاکټر نثار احمد صمد | مارچ 2nd, 2011


طالبانو رسنیو ته ویلی چی پرون د هرات ولایت د چشت ولسوالۍ د پولیسو قوماندان ( مصطفی ) د ۸ نورو پولیسو سره طالبانو ته راواوښت او د ځانو سره یې لس میله وسلې او زیات شمیر مهمات راوړي دي .

طالبان زیاتوی چی پرون د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د صد میش په سیمه کی د هغه اکمالاتی کاروان درې کاماز موټرونه د کمین نیولو په ترڅ کی وسوځول سول چی امریکایانو ته یې مواد رسول .

Copyright Larawbar 2007-2024