د مصر لمړي وزیر استعفا وکړه
د مصر هوایي ځواک پخوانی افسر احمد شفیق چې د جنوري ۲۵ مې له پاځون څخه وروسته د حسني مبارک له خوا د لمړی وزیر په توګه نومول شوی وه ، نن پنجشنبه له خپلې دندې څخه استعفا ورکړه. د مصر پوځي چارواکو چې اوسمهال د مصر حکومت واکداري کوﺉ وویل چې لمړي وزیر احمد شفیق استعفا کړې او په ځای یې د د ترانسپورت پخوانی وزیر عصام شرف په دنده ګومارل شوی.
دیادني وړ ده چې د پخواني لمړي وزیر احمد شفیق ګوښه کیدل هم د لاریون کونکو د غوښتنو څخه یوه وه. له بلې خوا د مبارک له راپرځیدو وروسته مصر په تاریخ کې د لمړی ځل لپاره د پراخه وسلواله غلاوو او لوټماریو او همدارنګه د مصر بازاراونو په سهامو کې د بیساري ټیټوالي شاهد دی.