کندهار : ترافيکي پيښي ١١ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
عطاالله محمدي
نن سهار شاخوا شپږ بجې په يوه ترافيکي پېښه کي يوولسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته . پېښه هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله يو کاسټر ډوله موټرچي د کندهار ښار څخه او بينس موټر د بولدک له اړخه را راوان وچي شورندام کوتل ته نېژدې يو د بل سره ټکر سول . د کندهار د ٤٠٤ نمبر ميوند زون د ترافيکو د عمومي مديريت د دفتر آمر ښاغلي دويم څارن عتيق الله لراوبر ته د ټليفون پر کرښه ياده پېښه او مرګ ژوبله ومنله او وايي چي د بينس موټر موټر چلوونکى د سيمي څخه تښتېدلى .