رسنۍ بېځايه القاب کاروي
شاعر ، ليكوال ، ژورناليست ، كمپوزر او تنكى وياند ښاغلى سيد اغا وطن يار
دا دهغي ليكني عنوان دى چي د لوى كندهار د زده كوونكو دټولني په دوه مياشتنۍ خپرونه (( ښوونځى )) كي چي تازه له چاپه راوتلې ده ( دوهم كال دوهمه ګڼه ، پرله پسې اتمه ګڼه ) د (( ښوونځى ځلانده ستوري )) په برخه كي چي چلوونكى يې ښاغلى ثناء الله ( مخلص ) دى نشر سوې ده .
دا څه چي زه اوس ليكم دا ددې لپاره نه ليكم چي ګواكي زما نو پر ښاغلي وطن يار باندي نيت بد سوى دى يا مي دغه درانه لقبونه پر ده باندي پېرزو نه دي ، بلكي ددې لپاره يې ليكم چي هسي نه ښاغلى وطن يار پر دې باندي بسنه وكړي چي دادى شاعر يم ، ليكوال يم ، ژورناليست يم او … وطن يار لا تراوسه تنكى ځوان دى زده كړي به پرېږدي پر همدغه زده كړه باندي به اكتفاء وكړي ، په راتلونكي كي به نوره هڅه نه كوي چي د يو چا يا يو تعليمي مركز څخه څه زده وكړي ځكه چي دى فكر كوي چي زه خو په تول پوره يم او هيڅ كمى نه لرم ، دغه لقبونه چي اوس ده ته وركړل سوي دي دا دده لپاره خواږه زهر دي چي ډېر ژر به يې په تاوان وپوهېږي .
د بلي خوا څخه ددغه مضمون ليكونكي ډېره بې انصافي كړې ده ځكه چي ژورناليزم دونه محدود نه دى يا په بله اصطلاح دا يې كرېټرياوي نه دي چي يوازي يو يا دوه د ژورناليزم وركشاپونه څوك واخلي نو ژورناليست ورڅخه جوړېږي ، ژورناليستانو كلونه كلونه زده كړه كړې ده او بيا ژورناليست ورڅخه جوړ سوى دى ، نو ايا دا به انصاف وي چي د لسم ټولګي زده كوونكي ته هم ژورناليست وويل سي او د ژورناليزم له پوهنځي څخه فارغ سوي ته هم ژورناليست ووايو ، همدا ډول د شاعر ، ليكوال او وياند خبره هم دې ته ورته خبره ده .
په يوه خاطر بيا زه د مضمون ليكونكى نه ملامتوم ځكه چي په اوس وخت كي ډېر داسي ځوانان نور هم سته چي هغوى بيا له وركشاپونو پرته ژورناليستان سوي دي ، په يوه محلي راډيو كي د يو څو ورځو لپاره د اورېدونكو رالېږل سوي ليكونه ووايي يا تجارتي او يا دمړيني اعلانونه ووايي نو بيا ځان ته ژورناليست وايي ، دوى داسي فكر كوي چي له راډيو څخه د چا اواز نشر سي نو بس هغه ژورناليست سو ، كه داسي وي نو دكندهار ټول ځوانان او ځواناني ژورناليستان دي ځكه چي هره ورځ د ټليفون له لاري په راډيو كي خبري كوي ، شعرونه وايي ، زمزمې كوي ، ټوكي كوي او يو بل ته پيغامونه لېږي .
دغه ځوانان هغه وخت ځانونه ښه ښكاره كوي كله چي يو محفل جوړ سوى وي او دوى ورته دعوت سوي وي ، چا د ټليفون غوږۍ په غوږ كي اچولې وي ليدونكو ته داسي په فكر كي وركوي چي زما ټليفون ډېر مهم دى ځكه چي كه يو پېښه رامنځ ته سي نو ماته خلك زنګ وهي او خبر راكوي زه بايد دخپل ټليفون زنګ په هر وخت كي واورم ، حال داچي دابه دده دنده هم نه وي ، چا بيا ريكارډر ( ډيكټافون ) په لاس كي نيولى وي ، ته به وايې چي همدا اوس له چا سره مركه كوي ، څوك څه كوي او څوك څه كوي ، لنډه داچي خپل ځان معلوموي چي موږ ګواكي ژورناليستان يو ، هغه وخت بيا دوى ته يو غټ طلايي چانس دى كله چي يې يو مېلمه ته يو څوك ورمعرفي كړي ، بيا نو مځكه نه ويني اسمان ته ګوري .
پورته مثال مي ځكه راوړى ، په هغه ورځ چي ښوونځى مجله د روهي ادبي بهير د غونډو په تالار كي ووېشل سوه نو سيد اغا وطن يار د پخوا په پرتله په يوه ځانګړي سبك سره ناست وو ، ما له ځانه سره وويل چي دى ولي داسي بل ډول ښكارېږي ، كله چي مي مجله وكتل نو پر دغه عنوان ((شاعر ، ليكوال ، ژورناليست ، كمپوزر او تنكى وياند ښاغلى سيد اغا وطن يار )) مي سترګي ولګېدې ، نو بيا پوه سوم چي خبره څه ده ، خپلو نژدې ملګرو ته مي ورښكاره كړه چي ګوره بې ځايه توصيف له انسان څخه ځان ورك كوي ، زه وطن يار هيڅ نه ملامتوم بلكي هغه څوك ملامتوم چي دغه ليكنه يې ورباندي كړې ده ، د ادبي بهير څخه يوه ورځ وروسته دكندهار د اطلاعاتو او كلتور د غونډو په تالار كي يوه بله غونډه جوړه سوې وه په هغه غونډه كي يې هم ځان د مشرانو ، ژورناليستانو او پخو ليكوالانو په ډول څرګنداوه ، په اصطلاح ځان ته يې من من وايه .
دغه بې ځايه ستايني او درانه درانه لقبونه ددې سبب سوي دي چي زموږ له ډېرى ځوانانو څخه اساسي زده كړي پاته سوي دي او يوازي په يوه وركشاپ باندي اكتفاء كوي ، كه څوك وايي چي دا كار د تشويق په خاطر باندي كېږي نو دا تشويق نه دى ، په دغه د اوبو د سر په كرښو باندي ځوانان هيڅكله مه تشويقوئ ، هر څومره غټه شاهكاري چي يې كړې وي د لږ ستايني په كولو او ډېرو نيمګړتياوو د ښوولو ترڅنګ ورته وواياست چي نوره زده كړه وكړه نو نيمګړتياوي به دي هم لږ سي .
د نوري نړۍ سره خو موږ هيڅ نه سو پرتله كېداى ، يو ډاكتر چي دكابل پوهنتون د اطفالو څانګي متخصص وو كيسه راته كوله چي زه د اطفالو د متخصص په صفت د امريكا متحده ايالاتو ته په يو سيمينار كي د ګډون لپاره وبلل سوم ، كله چي مي په سيمينار كي ګډون وكړ د پېژندني پر وخت باندي چي كله دوى خپل ځانونه معرفي كول هر يوه ځان په يوه خاصه رشته كي د متخصص په توګه معرفي كړ دمثال په ډول د ويني د سره كروياتو متخصص ، ما چي له ځانه سره فكر وكړ چي كه زه ځان د اطفالو متخصص معرفي كړم نو د دوى په نظر به يو جامع الكمالات شخصيت يم ، ځكه چي د اطفالو متخصص دوى ته دا مانا درلودل چي د اطفالو په هره څانګه كي يې تخصص اخيستى دى چي هغه د يوه ډاكتر لپاره هيڅ امكان نه لري ځكه چي د اطفالو هره څانګه څو څو كاله زده كړي ته اړتيا لري چي يو انسان يې په ټول عمر كي هم سرته نه سي رسولاى .
ښه نو كه چيري د ژورناليزم متخصصين دغه جمله د لسم ټولګي شل كلن زده كوونكي په حق كي ولولي هغوى به څه فكر وكړي ؟ په دې وخت كي نه يوازي داچي د مجلې محتوا تر پوښتني لاندي راځي بلكي د دې سيمي ټول ژورناليستان تر پوښتني لاندي راځي او دا د ژورناليستانو لپاره يو ډول سپكاوى هم بلل كېږي .
خداى ( جل جلاله ) دي وكړي چي ښاغلى وطن يار او ددې سيمي نور وركشاپي ژورناليستان په دې ليكنه زما څخه خوا بده نه كړي ځكه چي ما خپله حقيقت خبره وكړه ، كه څوك خپل ځان تر دغه كټګورۍ لاندي راولي هغه د دوى خپل كار دى .