دوه امریکایی پوځیان ووژل سول
پنتاګون لیکی چی طالبانو په جلا جلا حملو کی دوه امریکایی پوځیان ووژل . لومړنی درې ورځی مخکی په وردک ولایت کی ماین الوزولی و ، او دوهم څلور ورځی مخکی په هلمند ولایت کی وژل سوی و خو د دواړو د وژلو خبر نن خپور سو .
په دې سره د امریکایی پوځیانو ټول تلفات۱۵۰۲ ته ورسېدل چی ۱۱ یې د مارچ په روانو پنځلسو ورځو کی وژل سوي دي .