کور / کتاب / د عبدالقادر جیلاني (رح) د ویناوو ټولګه چاپ شوه

د عبدالقادر جیلاني (رح) د ویناوو ټولګه چاپ شوه

(فتوح الغیب ) د اسلامي تصوف د ځلاندې څيرې علامه عبدالقادر جیلاني(رح) د ویناوو ټولګه په پښتو ژبه له چاپه راووته .
فتوح الغیب چي د اسلامي تصوف د قادريې سلسلې د مؤسس او د اسلامي نړۍ د غښتلي عالم او پوه عبدالقادر جیلاني (رح) ویناوې پکي را ټولي شوي دي له اردو ژبي نه پښتو ته را اړولو چارې یې تاند او هڅاند ژباړن او لیکوال بشیر احمد ریان تر سره کړي دي.
فتوح الغیب کتاب په کوټه کي صدیقي خپرندويې ټولنې چاپ کړی دی  . خړ اخباري کاغذ او رنګه پښتۍ لري.
کتاب پر کوټه سربېره د هیواد په دننه او بهر کي په مشهورو کتاب پلورنځیو کي تر لاسه کیدای شي. د نورو معلوماتو لپاره په لاندې پتو هم اړیکې نیولای شئ :
basherrayan@yahoo.com
mohammadullah33@yahoo.com