د هستوي بټۍ ویلي کیدل څه مانا لري؟

د لراوبر اداره | مارچ 15th, 2011


د هسټوي بټۍ په مرکزي برخه کې یورانیم د سون توکو په بڼه کاریږﺉ. په دغه برخه کې د اوبو یو تړلی سیسټم شته چې د بټۍ په سړولو کې مرسته کوﺉ. کله چې د سړیدونکو اوبو د پمپولو سیسټم له کاره ولویږﺉ نو د بټۍ تودوښه په بې ساري ډول د سانتي ګراد تر ۵۰۰۰ درجو پورې لوړیږي چې په دې حالت کې اوبه په اوکسیجن او هایډورجن اوړي.


هایډروجن له بټۍ څخه باندې وځي او د هوا له اوکسیجن سره یو چټک تعامل کوي چې دا تعامل د چاودنې لامل ګرځي. په دغه ډول چاودنه کې چاپیریال ته په زیاته کچه راډیو اکتیف وړانګې خپریږﺉ.

Copyright Larawbar 2007-2024