آلمان پرون د اسلامي کانفرانس کوربه وؤ

رحمت الله تنها اندړ | مارچ 29th, 2011


پرون سه شنبه د آلمان پلازمینه برلین د اسلامي کانفرانس کوربه وؤ. دا کانفرانس چې د لمړي ځل لپاره یې مشري د آلمان د کورنیو چارو وزیر هانس پیټر فریډریش کوله په دې تمه جوړ شوی وؤ چې له مسلمانانو څخه د یو ډول امنیتي مشارکت غوښتنه وکړﺉ. په دې کانفرانس کې چې د ایالاتي چارواکو په ګډون ډیری مسلمانانو هم ګډون کړی وو د جوماتو امامانو ته د دیني تدریس په هکله خبرې وشوې. په آلمان کې د اسلامي کانفرانس بنسټ په ۲۰۰۱ ز کال کې د دې لپاره کیښودل شو چې په آلمان کې څلور ملیونه مسلمان وګړي آلماني ټولني ته جذب کړﺉ. د دې کانفرانس جوړول لا په پیل کې د ځینو سازمانونو لخوا وغندل شول آن دا چې په آلمان کې د مسلمانانو مرکزی شورا دا کانفرانس یو بې غاښه پړانګ بللی او وايی چې دوۍ یواځې سمبولیک سیاستونه په لاره اچولي.

Copyright Larawbar 2007-2024