ایساف :پسرلنی عملیات پیلوو.
په افغانستان کې میشت د نړیوالو ځواکونو چارواکي وايي، پر وسلوالو مخالفینو پسرلني یرغل ته چمتوالی نیسي.
دغه څرګندونی د دوشنبی په ورځ د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو ویاند جوزف بلاټس خبریالانو ته وکړی او زیاته یی کړه که چیرې وسلوال مخالفین سږ کال هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړي نو د تیر کال په پرتله به له سختو شرایطو سره مخامخ شي.
نوموړي همداراز د هلمند ولایت او له پاکستان سره د پولې ترمنځ سیمو کې هم د پوځي عملیاتو د پیلیدو خبر ورکړ.
بلاتس وویل چی پدی عملیاتو کی به زیات شمیر مخالفین تر پوځی فشار لاندی راشی او پدی سیمو کی به د بیارغونی او حکومتدارۍ لپاره لار هواره شی.
که څه هم نړیوال ځواکونه پر وسله والو مخالفینو د خپلو پوځی فشارونو د زیاتوالی خبری کوی،خو بیا هم د میشت نړیوالو او افغان ځواکونو دفشارونو له زیاتیدو سره سره بیا هم وسله وال مخالفین تر بل هر وخت زیات پیاوړی کیږی، چی له امله یی نړیوال او افغان ځواکونه خپله له سختو شرایطو سره مخامخ کیږی.