د درو افغانانو قاتل امریکایي ۲۴ کاله قید سو

ډاکټر نثار احمد صمد | مارچ 29th, 2011


۲۳-۰۳-۲۰۱۱

اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی یو امریکایی ۲۲ کلن عسکر ( جرمی مرلوک ) د درو ملکی افغانانو د وژلو تر اعتراف وروسته د نظامی محکمې لخوا په ۲۴ کاله بند محکوم سو .

دغه پوځی تیر کال په کندهار کی درې ملکی او بې وسلې افغانان قصدأ وژلي وو . ده محکمې ته وویل چی ما هغوی د وژلو په خاطر ویشتلي وو او موږ پنځو عسکرو دا جرم وکړ او د هغوی تر وژلو وروسته مو د دغو جسدونو سره بمونه ورته کښېښوول .

دا لومړی ځل دی چی په تیرو لسو کالو کی د خورا زیاتو ملکی افغانانو د وژلو له امله صرف یوه امریکایی عسکر ته جزا ورکول کیږی مګر نه قصاص یا عمر قید ، بلکی ۲۴ کاله بند ( چی شپه او ورځ یې حسابیږی یعنی ۱۲ پوره کلونه ) .

وېډيو :

Copyright Larawbar 2007-2024