کور / سياسي / یو بام دوې هواوي ؟

یو بام دوې هواوي ؟

 پرلیبیا باندی داروپایانو او امریکایانو نظامی یرغل ددی هیواد په کورنیو چارو کي لاسوهنه او د ملګرو ملتونو د منشور او حقوق بین الدول سره په ښکاره توګه په تضاد کي دي . د امنیت د شورا اوسنی پریکړه هیڅ حقوقي اساس نلري . د حقوق بین الدول نقض په دی شورا کي ډيره اوږده سابقه لري .
 
دا عجبه خبره ده چي اته کاله وروسته له هغه چي د امریکا متحدو هیوادونو او انډیوالانو ئې پر عراق باندي د مارچ د میاشتي  پر ۱۹ مه  د حقوق بین الدول او ملګرو ملتونو د منشور خلاف مسلحانه یرغل وکړ او هغه هیواد يې اشغال کړ ، کټ مټ په همهغه شاني يې د مارچ د میاشتي پر ۱۹ مه پر لیبیا هم د ټولو نړیوالو نورمونو او موازینو خلاف یرغل وکړ او د هغه هیواد د نیولو په تمه دي . دا یو تصادفي تاریخ دئ ؟ اوکه د روم د جنګ د الهې مینروا د زیږېدو له نېټې سره تړلې ده ،ځکه چی د هغې د تولد تاریخ همدغه د مارچ د میاشتی ۱۹ مه ده . نه پوهېږم !
د امریکا اولس مشر بارک حسین اوباما خو دا ژبه کړې وه چي که ټاکني وګټلې نو خپل عسکر به له عراقه باسي ، د سویډن د نوبل کمېټې تلوار وکړ او د سولي د نوبل جایزه يې تر کړي کار له مخه دده په غاړه وروځړول او ده هم سمدلاسه خپل یو څه عسکر له عراقه وایستل او افغانستان ته ولېږل او د خپلو له دین او دنیا ناخبرو طالبو انډیوالانو په مرسته يې زموږ ریښې راوایستې او دو نورو هیوادونو یا سیمو یانی پښتونستان او یمن ته مذهب سوه او چي په هفه يې هم زړه سوړ نه سو نو اوس یې د لیبیا پر لوري مخه کړه.
که د سویدن دولت خپل د نوبل د سولي جایزه له دغه امریکایي جنګسالار څخه بیرته اخلي نو زموږبشپړ ملاتړ ورسره سته !!
د نړۍ سیاسي شنونکي اریان او د امنا ګوته یې په خوله کي پاته سوه چي د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا ۱۹۷۳ لمبر پریکړه لیک یې ولید .
د جمعې د روځی په شپه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر لیبیا باندی د الوتنو یوه ممنوعه سیمه اعلان کړه تر څو « ملکی وګړی » د معمرالقذافی د رژیم له هوائی بریدونو وژغوری . دا د ۱۹۹۱ کال راهیسی دوهم ځل دئ چی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل ۶۶ کلن تاریخ کي و یوه هیواد ته دومره بې حد او حصره اختیارات ورکوی . د ملکرو ملتونو د منشور ۷ مه ماده د قوې استعمال ته یوازی په هغه صورت کی اجازه ورکوي چي که نړیواله سوله په خطر کي وي ، لیبیا خو په هیڅ ډول نړیوال ثبات په خطر ني نه دئ اچولی او دا د لیبیا د حکومت وظیفه ده چي په خپل هیواد کي د امنیت د اعادې له پاره هر څه چي لازم وي وېې کړي . په شمالي ایرلینډ کي انګلېسیانو هم بل کار ونه کړ او همدغه کار هسپانویان هم په خپل هیواد کي ، د ایټا په مقابل کي کوي . په پاګستان کي خو امریکایان ددغه هیواد حکومت  ته اوز میلیارډه ډالره ورکوي او حتا تهدیدوي چي پښتنانه ووژني او یا ددوی په قول امنیت راولي !
بله خبره داده چي د لیبیا حکومت دملکي وګړو پر ضد نه بلکه د انګلیس ، امریکا او فراسې له خوا له تسلیح او تمویل سوو تروریسټانو په مقابل کي جنګیږي چي د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر هم دغه خبره تائیدوي . نو ځکه د امنیت د شورا دا خبره د واقعیتونو سره سر نه خوري .
په ۱۹۹۰ کي ، یاني هغه وخت چی عراقي قواو ، د امریکا په ټونګ ، پر ګویټ یرغل وکړو نو د امریکا د کانګریس د بشر د حقوقو کمیسیون ته یوه کویټی نجلی د نایریې په نامه راوستل سوه او دې نجلی دا ادعا وکړه چي دا نرسه ده او د کویټ په العدن روغتون کي ئې وظېفه اجرا کول او دې په خپلو سترګو ولیدل چي عراقي عسکرو ۱۵ تنه ډېر واړه کوچنیان له زانګو را واخستل او په ډېره بې رحمی ئې پر ډبرین فرش له مځکي وویشتل او وئې وژل . د ۱۹۹۰ کال د نوامبر د میاشتي پر ۲۷ مه باندي پیغلي نایرې دا خبره د ملکرو ملتونو د امنیت په شورا کي هم تکرار کړې . ددې نجلی خبرو قیامت جوړ کړ ، د امریکا له حکومته نیولې بیا ددوی تر متحدینو او د امنسټي انټرنشنل او د بشر د حقونو د پره والا ډنډوره چیانو خولې د ارواښاد صدام حسین او دده د حکومت پر ضد خلاصي سوې او هغه ئې ډیکټاټور او ظالم وباله . خو د جګړې تر ختمېدو دوې – درې میاشتي وروسته خبره رسوا او دا ثابته سوه چي پېغلي نایریې د خپل ژوند حتا یوه روځ لا هم په کویټ کي نه ده تېره کړې ، نرسه نه بلکه په امریکا کي د کویټ د سفیر لور او په همدغه هیواد کي زېږېدلې ده او د څومیاشتو راهیسي د   امریکائي کمپنئ هیل اینډ نالټن له خوا ، د امریکائي استخباراتو په مصرف تمرین ورکړه سو ی وو چي دا ښکرور درواغ ووائي . ددغي خبري اوس شل کاله کیږي . په هغه وخت کي هم غربي رسنئ ترله وتلي وې او ویل ئې چي ددې نجلی خبري رشتیا دي ، خو چي خبره رسوا سوه نو بیائې حتا دا اخلاقي جرآت هم و نه کړچي له خپلو لوستونکو بخښنه وغواړي . که نن روځ بیا دغه درواغجني رسنی موږ ته وائي چي معمر القذافي پر خپلو خلګو هوائي بریدونه کوي او وژني ئې نو ددې خبري ثبوت چیري دی ؟ سربیره پر دې چي ددې هیواد هوائي حریم د ائیوکس د رادار لرونکوالوتکو او جاسوسي ساټیلټونو په واسطه اداره کیږي ، خو بیا هم هیڅ داسي څه نسته چي هغه پورتنی ادعا دي ثابته کړي . همدا اوس چي زه دا ټکي لیکم د رویټر د خبري اژانس یوه جعلکاري رسوا سوه . دوی د څو روځو راهیسي یو عکس خپور کړی او دا ادعا ئې کول چي په دې عکس کي په بن غازي کي د لیبیا د حکومت له خوا وژل سوي ۱۲۰۰  انسانان لیدل کیږي . دا عکس د نړی د تقریبآ ټولو مهمو رسنیو له خوا خپور سو . دا عکس په حقیقت کي د ۱۹۹۶ د جون د میاشتي د ۲۹ دی . بن غازي نه بلکه په تري پولي کي اخستل سوی او د ابوسلیم د زندان کي د بغاوت او ددغه بغاوت د وژل سوو عکسونه دي .زما پر فیس بوک دغه عکس او ځینی نور اسناد چي زموږ دا پورتنی ادعا ثابتوي سته . د امنیت د شورا تصمیم ، دا ځل هم د ۱۹۹۰ کال په شاني پر درواغوبنا دئ.
د بشر د حقوو او ډیمکراسی د تلپاتي ټیکه دارانو سره  د عربو د ټولني د ۲۲ غړو هیوادو له جملې څخه ۱۷ د لیبیا د عرب او مسلمان اولس په عام وژنه کي برخه اخلي اود ډیمکراسی د تحقق له پاره د مظاهره چیانو  او ملکی افرادو د سا تني له پاره ددغه ۱۷ کسزي ډلي په رآس کي د سعودي عربستان په نامه یو هیواد دی چي که څه  هم د بحرین د ملکي افرادو له «ساتني» تر اوسه وزګار نه دی او په دغه هیواد کي تر اوسه پوري لا هم د « ډیمکراسی » د اعادې له پاره توري وهي خو په لیبیا کي دا اوسنی د «خیر» کار بیله دوی څخه نه کیږي او دا همهغه د « خیر» کار دی چي زموږ په داخلي جکړه کي ئې کاوه ، یاني د جګړي دواړو خواو ته ئې وسلې ورکولې !
دا پروا نه کوي چي ددې هیواد پاچا خپل ځان تر هر ډول قانون لوړ ګڼي ، په خپل هیواد او سیمه کي د هر ډول ملي مفکورې او پرمخ تګ مخه نیسي ، د اسرائیلو تلپاتي ملګری او د انګلیس همېشنی غلام ، د خپلي کورنی نوم ئې پر خپل هیواد ایښی ، د مکې معظمې او مدینې منورې درواغجن متولي ، داخله وزیر ئې له پنځوسو کالو راهیسی همدغه  یو سړی دئ او د ټول هیواد اختیارات ئې د پنځو زرو نا اهله او عیاشو شهزادګانو په لاس کي  دی ! که  د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ،  د امریکا مجهول الهویه جمهور رئیس او د فرانسې د ناپلیون په عقده سمبال درې نیم لویشتي کوچنی اولسمشر ،چي په خټه مجارستانی یهود دئ موږ ته دا تلقین کوي چي دوی ددغسي یوې « ډیمکراټي » ډلي  په ملګرتوب پر لیبیا یرغل کوي چي ډیمکراسي راوړي او اولسی وګړي وژغوري نو دوی د نړی د ټولو انسانانو د عقل سپکاوی کوي.
دنیا د لسو کالو راهیسي دغه « ډیمکراسي » په افغانستان کي په خپلو سترګوویني او موږ افغانان هره روځ د خپلو مړو عزیرانو پر هدیره باندي همدغه « ډیمکراسي » د خپل روح او جسم پر هره ذره باندی احساسوو . 
د مګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۲/۹/۲۰۰۱ د ۱۳۶۸ لمبر پرېکړه لیک او همدارنګه د ۲۰/۱۲/۲۰۰۱ ۱۳۸۶ لمبر پرېکړه لیک سره سم امریکایان او ددوی انډیوالان په غیر قانوني توګه په افغانستان کي حضور لري ، ددوی عسکرو ته حقوق بین الدول او همدارنګه د ژنیو  کنونسیون هیڅ ډول حقانیت نسی ورکولای او د رهزنانو حیثیت لري . خو بیا هم موږ ته حکومت او اقتصادي سسټم جوړوي ، پټ زندانونه لري ، افغانان په خپل هیواد کی وهي ټکوي او بندیانوي ئې ، د ډیورنډ د بې مانا پولي دواړو خواو ته ملکي افراد وژني ، ولي د امنیت شورا د حقوق بین الدول دغه نقض ته خاتمه نه ورکوي ؟ ولي ددغو جرمونو مرتکیبینو ته جزا نه ورکول کیږي ؟ او ولي دغه شورا دا لازمه نه ګڼي چي زموږملکي افراد دي وژغوري ؟ او ولي د امریکا او انګلیس تروریسټي اعمالو ته په افغانستان کي خاتمه نه ورکول کیږي ؟
بله بېلګه چي د امنیت شورا د ملکي وګړو په مقابل کي خپل مسولیت نه دي تر سره کړی ، هغه د صیهونسټي رژیم د ۲۰۰۶ کال نظامي یرغل وو پر لبنان باندي چي ۱۲۰۰ تنو بېګنا انسانانو د شهادت باعث سو، ددې هیواد اقتصاد ته ئې غټ زیان ورساوه او ددې هیواد ځیني سیمي ئې په کنډوالو بد لي کړې ، د امنیت شورا څه وکړه ؟
د ۲۰۰۸ کال د ډیسمبر پر ۲۷ مه اسرائیلو د غزې په تړانګه کي پر بې دفاع ملکي وګړو د « غالب ته لوېدلو سرپو ! » په نامه عملیات پیل کړه چي ۲۰۰۰۰ پوځیانو ، اوز سوه ټانکونو، شوبلو او چورلکو برخه پکښي واخسته . ۴۰۰۰ کورونه ئې وران ، روغتونونه او مسجدونه ئې ویجاړ او ۱۴۰۰ په شاوخوا کي ئې د حماس غړي او ملکي افراد  ئې شهیدان کړه . د ۲۰۰۹ کال د جنوری د میاشتي پر اتمه نېټه د امنیت شورا ۱۸۶۰ لمبر پرېکړه لیک نافذ سوو چي له ټولو خواوو ئې د اوربند غوښتنه کړې وه . خو یوه روځ وروسته د اسرائیلو صدراعظم ، یهود المرت ، وویل چي اسرائیل به خپلو یرغلونو ته دوام ورکړي . او داسي وسوه !! له هغه وروسته دې یرغلونو تر ۲۲ روځو پوري دوام وموم ، او د امنیت شورا خوله منډه نیولې وه او څه ئې نه ویل !
نن روځ حقوق بین الدول له منځه تللې او ځای ئې د روم حقوقي سسټم نیولی دئ !
عوام ئې د زور او یا د ځنګل قانون بولي .
kandahar@T-online.de
Skype: Yatimak
Facebook: Shir Khan Yahya