کور / سپورټي / پنجشېر او خوست ګټونکي کڼر او میدان وردګ بایلونکي سول

پنجشېر او خوست ګټونکي کڼر او میدان وردګ بایلونکي سول

د افغانستان کرکټ بورډ لخوا د ولایتي غورای سیالی چې د مارچ په شمله ننګرهار د ګل هار ولایت په بهسودو او مارکو لوبغالو کې په لاره اچول شویدي. نن په مارکو کې د کڼر او پنجشیر ولایت ترمینځ لوبه وشوه چې په پایله کې یې پنجشیرکرکټ لوبډلې لوبه وګټله. ټاس د د کڼر لوبډلې وګاټه او د بېټېنګ(توپوهنې) بلنه یې د پنجشیر لوبډلې ته ورکړه. د پنجشیر لوبډلې اوپنران (لوب پیلي) سربلند او بهاوالدین ول، سربلند ۳۲ منډې وکړې خو بیا د مقابلې لوبډلې تیز توپویشتونکي هجران لخوا وسوځول شو. بهاوالدین ۱۲ منډې وکړې او د کڼر بل توپ اچونکي ممتاز له لوري اووټ شو. نومړې لوبډلې په ۴۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۴۷ منډې مقابلې لوبډلې ته هدف وټاکه.
ورپسې چې د کڼر ولایت کرکټ لوبډلې توپوهنه پیل کړه، کېپټان یې پخواني اوپنران (لوب پیلي) ممتاز او حکیم الله توپوهنې ته وروبلل، پدوې کې ممتاز په صفر باندې د پنجشیر تیز بالر جمال اووټ کړ او حکیم الله هم د ۴ منډو له جوړیدو وروستو د جمال په توپ وسوځیده. دوی په ۲۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ایله ۹۹ منډې وکړې او پدې سره دا لوبه په غوڅ اکثریت سره د پنجشیر لوبډلې وګټله. پدې لوبه کې غوره لوبغاړی جمال شو، جمال ټول ۵ لوبغاړي وسوځول.
هلته په بهسودو لوبغالی کې د میدان وردګ کرکټ لوبډلې او د خوست کرکټ لوبډلې لوبه سره وکړه، چې د خوست ولایت لوبډلې په ګټه تمامه شوه. پچه (ټاس) د خوست لوبډلې وګاټه او توپوهنه (بېټینګ) د میدان وردګ لوبډلې پیل کړه، دوی په ۴۴،۲ ارونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۸۹ منډې وکړې، خو دلوبې د ګټلو لپاره یې مقابلې لوبډلې ته ۱۹۰ منډې هدف کښېښوده.
ورپسې چې دخوست کرکټ لوبډلې لوبه پیل کړه، دوی په ۳۸ اور کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ټاکل شوي هدف ته ځانونه ورسول او دا لوبه یې وګټله. پدې لوبه کې مین آف د میچ (دلوبې غوره لوبغاړی) احسان الله ونومول شو، نوموړي ۷۵ منډې وکړې او هم یې دوه لوبغاړي وسوځول.
سبا به د کواټر فاینل لوبې پیل شي.
په مارکو لوبغالي کې به د میدان وردګ او غزني کرکټ لوبډلې لوبه سره وکړي او په بهسودو کې به بغلان او خوست ولایت کرکټ لوبډلې مقابلې ته سره ووځي.