کور / تازه خبرونه / پاکستان د هندوستان بلنه ومنله

پاکستان د هندوستان بلنه ومنله

د پاکستان حکومت د هندوستان د لومړي وزير هغه بلنه منلې چي د دې هيواد چارواکو ته يې د کرکيټ د نړۍ وال کپ د نيمه پايلوبي د ليدلو په خاطر ورکړې وه.
د پاکستان د جمهوري رياست وياند فرحت الله بابر رسنيو ته وويل چي ولسمشر زرداري او صدراعظم رضا ګيلاني دوه ساعته پر دې موضوع خبري سره وکړې او دې پايلي ته ورسېدل، چي د هند و پاکستان د نيمه پايلوبي ليدلو ته ګيلاني هم ولاړ سي.
د هندوستان لومړي وزير من موهن سنګهـ د پاکستان صدراعظم او رئيس جمهور ته بلنه ورکړې وه، چي د لوبي نندارې ته ورسي.
ټاکل سوې ده چي د دواړو هيوادونو ترمنځ لوبه د هندي پنجاب ايالت په موهلي ښار کي د مارچ پر دېرشمه نېټه ترسره سي.