کور / تازه خبرونه / پکتيکا: ځانمرګي بريد درنه مرګ ژوبله اړولې

پکتيکا: ځانمرګي بريد درنه مرګ ژوبله اړولې

د پکتيکا چارواکي وايي د دې ولايت په برمل ولسوالۍ کي د يوه ځانمرګي بريد له امله لس تنه مړه او شاوخوا ٥٠ کسان ټپيان دي.
د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان بي بي سي ته ويلي چي ځانمرګى بريد د يوه کاماز موټر په واسطه د سړک جوړوني د يوه شخصي شرکت پر کارکوونکو ترسره سوئ چي د نوموړي په وينا قربانيان يې ټول د دې شرکت ملکي کارکوونکي او امنيتي ساتونکي دي.
د افغان په وينا د ظاهر په نوم دې شرکت د سروبي او برمل ولسواليو ترمنځ د سړک د پخولو چاري پر مخ وړلې.
بلي خوا ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د حملې مسئوليت پر غاړه اخيستئ او وايي ٢١ افغان او بهرني عسکر يې وژلي او ٢٧ يې ټپيان کړي دي.