طالبان: دولت له روغتيايي مرکز څخه د ولسوالۍ د مرکز کار اخلي
د طالبانو لخوا په يوه اعلاميه کي راغلي دي چي څو ورځي مخکي دلغمان ولايت دمرکزمربوط بادبښ سيمه چې پخوا دمرکزمهترلام يوه برخه وه دکابل ادارې لخوادنوي اداري واحد او ولسوالۍ په نامه ونومول شوه ،دلته مجاهدين دپخواڅخه ښه فعال حضور لري چې دکابل اداره غواړي دغه ځای ته نوي داخلي اوبهرني عسکر دولسوالۍ دساتلوپه نامه واستوي؛ خو څرنګه چې نوې ولسوالۍ ودانۍ نه لري امريکايي او کورني عسکر او پوليس په دغه سيمه کې ديوه طبي فعال کلنيک څخه چې دورځې په لسهاو عامو وګړو د درملنې لپاره مراجعه ورته کوله دولسوالۍ دمرکزپه توګه استفاده پيل کړه چې په دې اقدام سره به اوس مجاهدين دجنګي مجبوريتونو له وجهې په همدې پخواني کلنيک چې اوس دولسوالۍ په مقراونظامي مرکزبدل شوي بريدونه کوي .
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د بشري حقونو پر مدافع ډلو ، نړيوال روغتيايي پروګرام پر مسولينو او د سره صليب پر نړيوالي ادارې ږغ کړی چي چې دکابل اداري او په هيوادکې دبهرنيو عسکرو ددغه ناوړه اقدام غندنه وکړي او له دغو مزدورانو او يرغلګروڅخه وغواړي چې عامه تأسيسات او روغتيايي مراکز دسپرپه ډول دپوځي موخو لپاره استعمال نکړي اوکه داسې ونشي په راتلونکې کې به دټولو هغوزيانونو مسئوليت چې دغه کلنيک (اوس ولسوالۍ )ته اوړي اوزموږ دمجاهدينو ترګوزارلاندې راځي دمخالف لوري په غاړه وي ځکه دوی ديوه بشپړ ملکي اوټول ګټي ځای په خاصه توګه دروغتيايي مرکزڅخه دسپرپه توګه استفاده کوی
طالبانو له دبشري حقوقو دمدافع ډلو اودنړيوال روغتيايي پروګرام مسئولينواوهم دسره صليب دنړيوالې ادارې څخه غواړي چې دکابل اداري او په هيوادکې دبهرنيو عسکرو ددغه ناوړه اقدام غندنه وکړي او په وينا يې له دغو مزدورانو او يرغلګروڅخه وغواړي چې عامه تأسيسات او روغتيايي مراکز دسپرپه ډول دپوځي موخو لپاره استعمال نکړي .
تر دې مخکي هم د هيواد په بېلابېلو سيمو کي يو شمېر عام المنفعه ( ټول ګټي ) تاسيسات لکه فابريکې او کارخانې ، ښوونځی او روغتيايي مرکزونه د امنيتي او پوځي کسانو لخوا اشغال سوي دي .