کور / کتاب / ښکلي نومونه او ادبي تخلصونه

ښکلي نومونه او ادبي تخلصونه

د کتاب نوم : ښکلي نومونه او ادبي تخلصونه
لیکوال : فدا نظري
د چاپ کال : ۱۳۸۹ لمریز (لومړی چاپ)
چاپ شمېر: دوه زره ټوکه
د مخونو شمېر : ۳۵۲
خپروونکی : روهیال نشراتي موسسه، کندهار، افغانستان
«ښکلي نومونه او ادبي تخلصونه» د لیکوال دویم چاپ شوی ارزښتناک کتاب دی . د لیکوال لومړی ارزښتناک کتاب د افغانستان سیاسي او ټولنیزه ډکشنري (Political & Social Dictionary of Afghanistan) ده چې په انګرېزۍ ژبه په ۱۹۹۷ کال کې په لندن کې خپور شو .
په دې کتاب کې د پښتو او دري ژبې څه ناڅه یو زر دوه سوه پینځه ویشت (۱۲۲۵) ښایسته نومونه او تخلصونه را ټول شوي دي . افغانان کولای شي د خپلو بچیانو له پاره د ډېرو ښایسته او درنو نومونو او هم د تخلصونو په ټاکلو کې ترې ګټه اوچته کړي .
زه لیکوال ته د دې ارزښتناک کتاب د چاپ مبارکي وایم او درانه لوستونکي یې لوستلو ته رابولم .
لوستونکي کولای شي کتاب په هیواد کې د ننه او بهر په لاندینیو پتو تر لاسه کړي :
کندهار : روهیال نشراتي موسسه، منیر مارکېټ، ارګ بازار، کندهار، ټیلیفون :  ۰۷۰۰۳۲۶۰۱۱
کابل : علامه حبیبي کتابفروشي، پکتیا مارکېټ، صدارت څلور لارې، کابل، ټلیفون :  ۰۷۰۰۲۸۹۵۷۷
کویټه : صحاف کتاب پلورنځی، کاسي روډ، کویټه، ټیلیفون : ۰۰۹۲۸۱۲۶۶۴۲۳۶