د هالنډ په يوه کاتوليک عيسوي ښوونځي کي پر پوړني بنديز ولګول سو
د هالنډ يوې محکمې ددې هيواد د فولندام د ښار د يوې ښوونځی لخوا پر مسلمانو نجونو د پوړني پر سر کولو بنديز پر ځای وباله ، دې موضوع په هالنډ کي د يو شمېر مېشتو مسلمانانو او ځيني هالنډي ګروپونو تر منځ تودو بحثونو ته لاره هواره کړه . د هالنډ په ډېرو لويو او کوچنيو ښارونو کي بېلابېلي کاتوليک ښوونځی سته چي ګمان کېږي پر مسلمانانو د حجاب يا پوړني پر سرکولو د بنديز دغه قانون به هغوی هم په خپلو ښوونځيو کي پلی کړي .
يو شمېر هالنډيان پر کاتوليک عيسويانو نيوکه کوي چي په دې کار سره يې د خلکو ازادۍ ته زيان اړولی او تبعيض ته لاره هواره کړې ده خو يو شمېر نور کاتوليک عيسويان بيا وايي چي کاتوليک ښوونځی که څه په درسي نصاب کي يې له نورو فرق نه کېږي او ددولت له مالياتو څخه تمويليږي خو د ښوونځی نوم ته په کتلو سره د يوه بل دين د پيروي شتون په داسي حال کي نسي زغملای چي په خپل لباس سره د خپل دين څرګندونه کوي .