هلمند : د يوې ښوونځی ودانۍ پرانستل سوه

د لراوبر اداره | اپریل 5th, 2011


د هلمند ولايت: د هلمند ولایت د مرکز اړوند دکارته لګن د لیسي نوى ودانۍ د نوموړي ولايت والی الحاج ګلاب منګل او دپوهنې رئیس لخوا په داسى حال كې چې د دولتي ادارو يو شمير رئیسانو، د سيمې قومي مشرانو، استادانو او شاګردانو ګډون درلود پرانستل شوه.


د نوموړي ښوونځي تعمير په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړنو کې د ۱۷ میلونوافغانیو په مجموعي لګښت د د نمارک هیواد په مالی مرسته د یو کال په موده کې د هلمند پوپل ساختمانی شرکت لخوا جوړه شوی، چې ۱۴ درسي ټولګي، ۲ اداري خونی،۱۰ تشنابه، د اوبو څښکلو څاه او نور ضروري ملحقات لری.


د يادونې وړ ده چې د ياد شوي ودانۍ په جوړولو سره به د نوموړي ښوونځي د زده كوونكو ستونزه د درسي ټولګيو د نشت والي له امله حل شى.

»

Copyright Larawbar 2007-2024