کور / شعر / غزل

غزل

حیران یم سترګی که لیمه شونډی که خال ولیکم
زه دی قامت که دی سیرت او که جمال ولیکم

دا ستا د خیال څپی راځی او ما دخوبه باسی
کاغذ راواخلم پری دسوی ز‌‌رګی حال ولیکم

بعضی غزل یو څو لنډی څو داستانی بیتونه
څوک د ژرا څوک د خندا څوک د وصال ولیکم

ګرنګی شپی دی لنډولو ته یی بهانی لټوم
زرګی می ژاری پر کاغذ هسی خوشحال ولیکم

جوره څیره دی پر کاغذ کرم ورته وژارمه
د زره دردونه پری دپاسه سنگروال ولیکم